شعـــــرونه

زړونه ازار نه کړئ!

م. رضوان الله فيضاني

پام کوئ چې زخمي زړونه ازار نه کړئ
دردېدلي شخصيتونه ازار نه کړئ

د مظلوم له آه فرياد ځنې ځان ژغورئ
ځورېدلي اولسونه ازار نه کړئ

تېر کړئ لاس د شفقت يې پر سرونو
يتيمان ببر سرونه ازار نه کړئ

د هر عصر فرعونيان يې څملولي
دا مؤمن غيور قومونه ازار نه کړئ

علماء مو دي تاجونه د سرونو
د پاک دين بل چراغونه ازار نه کړئ

شهيدان درنه قبرو کې خفه نه شي
د دوی ميندې او پلرونه ازار نه کړئ

د وطن د ابادۍ د معمارانو
هورې دورې کاروانونه ازار نه کړئ

د سنګر د سختو شپو ياران هېر نه کړئ
د دوی هيلې اميدونه ازار نه کړئ

(فيضاني) مينه خوره کړئ په هر لوري
غمزده کلي کورونه ازار نه کړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx