دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام لومړی خليفه حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه

محمدالله عباس

نوم يې عبدالله ، كنيت يې ابوبكر , صديق او عتيق يې لقبونه وو . د پلار نوم يې عثمان كنيت يې ابو قحافه او د مور نوم يې سلمى او ام الخير يې كنيت و . د پلار له لورې د نسب پوره كړۍ يې داده : عبدالله بن عثمان بن عامر بن عمرو بن كعب بن سعد بن تيم بن مُره بن كعب بن لوئ القرشي التميمي . او د مور له لورې د نسب كړۍ يې په دا ډول ده : ام الخير بنت صخر بن عامر بن كعب بن سعد بن تيم بن مُره.

په دې ډول د حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه نسب د مور او پلار دواړو له لورې په شپږم پښت کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له نسب سره يو ځای كيږي .

حضرت ابوبكرصديق رضي الله عنه ډير د نريو اندامونو څښتن و , څهره يې غنم رنګ وه , تندى يې لوړ او پراخ و , سترګې يې ور ننوتلي وې او په ويښتانو به يې د نكريزو خضاب لګاوه .

مېرمنې او اولادونه يې:
حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په مختلفو مهالونو كې له يوه نه ډير ودونه كړي وو .له كومو ميرمنو نه يې چې اولادونه شوي د هغو نومونه دادي :

قتيله يا قتله : له دې څخه يې حضرت عبدالله او حضرت اسماء رضي الله عنهما پيدا شول .
ام رمان : دا د ام المؤمنين حضرت عايشې او حضرت عبدالرحمن رضي الله عنهما مور وه .
اسما : له دې څخه محمد بن ابي بكر پيدا شو .
حبيبيه بنت خارجيه : د حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه تر ټولو كشره لور( ام كلثوم )له همدې نه پيدا شوې وه .

د حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه ژوند:
حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه د اسلام څخه تر مخه يو بډای سوداګر و چې په ديانت , ريښتنولۍ او امانت ساتلو كې يې وتلى نوم درلود . د مكې اوسيدونكو به د هغه د علم , تجربې او ښو كړو وړو له امله د هغه ډېر عزت كاوه .دجاهليت په زمانه كې به د خون بها مال د حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه په كور كې يوځاى كيده كه به د بل چا كره يوځای شو نو قريشو به هغه مال نه مانه .(كنزالعمال 6 ټوك 313 مخ )

د جاهليت په زمانه كې هم ابوبكر صديق رضي الله عنه له شرابو نه همداسې بد وړل لكه داسلام په زمانه كې , او ويل به يې چې شراب څښل د انسان عزت ته زيان رسوي .

له حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه سره له ډېره وړوكوالي د رسول الله صلى الله عليه وسلم مينه وه او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ملګرو په ټولۍ كې ګډ و. د سوداګرۍ په ډېرو سفرونو كې به هم له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ملګرى و

كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په نبوت مبعوث کړل شو نو هغه په پټه خپل ټول مخلصين او د راز ملګري په دې حقيقت خبر كړل نو حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه تر ټولو لومړی سړی وو چې د رسول لله صلى الله عليه وسلم سره د بيعت كولو لپاره يې لاس ور اوږد كړ .كه څه هم ځينو تاريخ پوهانو ليكلي چې تر ټولو مخکې حضرت خديجې رضي الله عنها اسلام راوړ ځينو بيا حضرت علي رضي الله عنه ليكلى ځينو حضرت زيد بن ثابت رضي الله عنه ليكلى ليكن له ډېرو اثارو او دلايلوڅخه دا په ډاګه كيږي چې تر ټولو مخکې حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه اسلام منلى دی , او د دې نورو اثارو او احاديثو تطبيق څيړونكو په دې ډول كړى چې : په ښځو كې ام المؤمنين حضرت خديجې رضي الله عنها لومړى اسلام راوړى , په ماشومانو كې حضرت علي رضي الله عنه , په غلامانو كې حضرت زيد بن ثابت رضي الله عنه او په ازادو او بالغو سړيو كې بيا حضرت ابو بكر رضي الله عنه تر ټولو لومړی په اسلام باندې مشرف شوى دى .

د حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه له اسلام راوړلو سره سم د اسلام د پر مخ تللو لړۍ پيل شوه او د حضرت عثمان بن عفان , حضرت زبير بن عوام,حضرت عبدالرحمن بن عوف , حضرت سعد بن ابي وقاص , حضرت طلحه بن عبدالله ,حضرت عثمان بن مظعون , حضرت ابو عبيده ,حضرت ابو سلمه ,حضرت خالد بن سعيد بن العاص رضي الله عنهم په څير جليل القدر صحابه هم د حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه د زېار ايستلو په پايله كي مسلمانان شول .
حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په خپل كور كې د لمانځه كولو لپاره يو ځانګړى مسجد جوړ كړى و چې ډېر په عاجزۍ او خشوع وخضوع سره به يې لمونځ پكې ادا كاوه , حضرت اوبکرصديق رضي الله عنه ډېر زړه نرمى انسان و , چې کله به يې د قرآن كريم تلاوت كاوه نو له سترګو څخه به يې اوښكې بهيدلې آن تردې چې خلكو به دهغه ژړا اورېدله او ټول به را يو ځای شول او له دې اثر درلودونكي منظر څخه به ډېر متاثر شول . بخاري باب هجرة النبي واصحابه .

حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه به د خدای په لاره كې ډېر مالونه وركول په 9 هجري سنه كې رسول الله صلى الله عليه وسلم د غزوۀ تبوك د تيارۍ لپاره د خدای جل جلاله په لاره كې د مالونو دوركولو اعلان وكړ نو حضرت عمر رضي الله عنه د خپل كور نيمايي مال د خدای په لار كې د وركولو په بڼه د رسول الله صلى الله عليه وسلم حضور ته راوړ او دا ګمان يې وكړ چې كېدای شي نن زه په نيك كار كې حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه ته ماتې وركړم خو حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه د خپل كور ټول مال راوړ او د رسول الله صلى الله عليه وسلم مخې ته يې كيښود , رسول الله صلى الله عليه وسلم له حضرت عمر څخه وپوښتل چې تا خپل اولاد ته څه پريښودل ؟ نو حضرت عمر وفرمايل چې نيمايي مال مې اولاد ته پريښود او نيمايي مې د خدای جل جلاله په لار كې د صدقه كولو په نيت ستاسې حضور ته راوړ , بيا يې د ابو بكر صديق رضي الله عنه څخه وپوښتل چې تا خپل اولادته څه پريښودل ؟

هغه ورته وفرمايل : چې اې د خدای رسوله ! ما چې څه په كور كې درلودل نو هغه مې ټول ستاسې حضور ته راوړل , او ويي فرمايل چې كور مې الله تعالى او د هغه رسول ته پريښود (هغه به له خپله درباره زما روزي راكوي ) د حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه دا وينا د رسول الله صلى الله عليه وسلم ډېره خوښه شوه او د حضرت ابو بكر صديق ستاينه يې وكړه , نو حضرت عمر رضي الله عنه وايي چې ما له ځان سره وويل چې ريښتيا هم په نيكو كارونو كي تر حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه وړاندې کېدل اسان كار نه دى . ترمذي مناقب ابو بكر رضي الله عنه.

رسول الله صلى الله عليه وسلم چې تر ټولو لومړى د مسجد د جوړولو لپاره د كومې ځمكې انتخاب كړى و هغه ديتيمانو وه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم نه غو ښتل چې د يتيمانو په ځمكه مسجد جوړ كړي خو حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه د هغې ځمكي قيمت هغو يتيمانو ته وركړ او د رسول ا لله صلى الله عليه وسلم له رايې سره سم په هماغې ځمكې مسجد جوړ سو . فتح الباري ۷ ټوك ۱۹۳ مخ .

د ابوبکر صديق رضی الله عنه خلافت:
په داسې وخت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځای ناستي په توګه ور سره بيعت وکړل شو چې له يوې خوا مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات، له اسلام څخه د ځينو عربي قبيلو د ګرځېدنې، او د هغه د ځای ناستي له منښته د ځينو نورو د ډډې کولو له کبله په وير او ستونزو اخته وو، او له بلې خوا د روم امپراتورۍ پر حجاز، مکې او مدينې د يرغل تابيا نيوله.

همدا ډول د اسلام لښکر چې د ځوان اُسامه بن زيد تر مشرۍ لاندې رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپل وفاته وړاندې د روميانو د يرغل د مخې د ډب کولو په موخه ګومارلی وه له مدينې منورې سره نږدې د خوځېدنې امر ته ځنډ يوست.

ابوبکر صديق رضی الله عنه د مسلمانانو د لارښود په توګه له ټاکل کېدو څخه وروسته د تاريخ له ټولو لارښوونکو څخه په غوره توګه خپل مسؤليت پر ځای کړ.د ارتداد او له دين څخه د ځينو عربي ټبرونو د ګرځېدنې د ستونزې په وړاندې په پرېکنده او اوسپنيز هوډ سره ودرېد، ستر برياليتوبونه يې تر لاسه، او د دغې فتنې اور يې په هماغه سپرغۍ کې مړ کړ.

د اُسامه بن زيد تر مشرۍ لاندې د اسلام سرتيري لښکر ته يې امر وکړ چې د هماغه مسؤليت د تر سره کولو له پاره د خپل هدف په لور وخوځيږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته سپارلی و.

حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه وروسته له هغه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځای ناستي او د مسلمانانو د لارښود په توګه وټاکل شو، د مسلمانانو غونډې ته وويل:

«په داسې حال کې چې زه پر تاسې څه غوره والی نه لرم، او له تاسې څخه غوره نه يم، زه مو د خپل مشر په توګه وټاکلم.

… که په سمه لار روان وم، لاس نيوی مې وکړئ!… او که په ناسمه وم، لارښوونه را ته وکړئ او سمې لارې ته مې برابر کړئ!
… ريښتينولي او ښه وينا، او سم چلن يو امانت او مسؤليت دی.
… دروغ او بده وينا، او بدچلن، بد کار او خيانت دی.
… په تاسې کې کمزوري او بې وسه تر هغه وخته له ما سره زورور او پياوړي دي چې تر څو مې د هغوی حق نه وي ور ته اخيستی.
… همدا ډول په تاسې کې پياوړي او زورور زما په وړاندې تر هغه کمزوري او بې وسه دي تر څو مې چې د نورو حق نه وي ترې اخيستی…».
… حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه په ريښتيا پر الله جل جلاله او رسول الله صلی الله عیله وسلم د ايمان په برخه کې ريښتونی و.

د حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه ځانګړتياوې:
۱-حضرت ابو بكررضي الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه و چې په نړۍ كې ورته د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې دجنتي توب زيرى وركړل شوى و .
۲- د اسلام د لومړي خليفه په توګه وټاكل شو .
۳- په بالغو نارينه و كې ترټولو لومړى په اسلام باندې مشرف شو.
۴- د رسول الله صلى الله عليه وسلم د خسرتوب وياړ ورپه برخه شو .
۵- په غار حرا كې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د ملګرتوب له كبله ورته د (يارغار) د لقب اخيستلو شرف حاصل شو .
٦- يو له ډېرو ارزښتناکو خدمتونو څخه يې د قرآن کریم راټولول او يو ځای کول و چې له هغې وړاندې د حافظانو په سينو کې او د لرګي او تيګو پر تختو، او څرمنو خوندي و.
۷- د دين د پرمختګ له پاره يې د سر او مال ښندنه کوله.
۸- خورا ځيرک او د عقل څښتن و، او د ستونزو پر وخت ډېر پرېکنده او هوډمن و.
۹- بې کچې متواضع، پاک لمنی او زړه سواند و.
۱۰- له مسلمانانو سره يې له ډېرې تېرېدنې او زړه سوي ډک چلن کاوه.
۱۱- په داسې حال کې يې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې چې هيڅ شته يې تر شا پرې نه ښودل.
۱۲- له خپلې مړينې مخکې يې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د مسلمانانو د مشرتابه له پاره وړانديز کړ.

په لاندې غزاوو كې حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه فعاله ونډه اخيستې ده
1- غزوۀ بدر 2-غزوۀ احد 3-غزوۀ بني مصطلق 4- واقعۀ حديبيه 5 – امارت حج .

دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه وفات
كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې نړۍ څخه د آخيرت په لورې سفر وكړ نو د مرتدينو او په دروغو دنبوت د دعوې كوونكو يو سيلاب راپورته شو له بله پلوه ځينو مسلمانانو دزكوة له وركړې څخه هم ډډه وكړه نو د حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه د خلافت ډېره برخه له هغو سره په مقابله تيره شوه دوه کاله به تېر شوي و ، چي له داخلي فتنو څخه خلاص شو او د فتوحاتو لړۍ پېل شوه ، چې حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه د مرګ په مرض اخته شو . حضرت عايشه صديقه رضي الله عنها وايي ، چې په يو سړه ورځ حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه ولامبل او له هغه وروسته يې سخته توده تبه شوه ، چې نژدې 15 ورځې يې دوام درلود د مرض په مهال يې وپوښتل چې نن كومه ورځ ده ؟ ورته وويل شو چې نن دو شنبه ده , بيا يې وپوښتل چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په كومه ورځ وفات شو ؟ ورته وويل شول ، چې د دوشنبې په ورځ نو ويې وفرمايل : چې زه هم هيله لرم چې په همدې نن شپه د خپل اجل بلونكي ته ښه راغلاست ووايم هماغه و چې د سه شنبې په شپه د 63 كلونو په عمر په 13 هجري كال د جمادى الاولى په پای كې له دې نيمګړې نړۍ د ابديت په لورې مسافر شو .
انا لله وانا اليه راجعون .

له وصيت سره سم يې د شپې په مهال د كفن او دفن تياري وشوه , خپلې ميرمنې حضرت اسماء بنت عميس رضي الله عنها ورته غسل وركړ , حضرت عمر فاروق رضي الله عنه يې د جنازې لمونځ اداكړ او حضرت عثمان ,حضرت طلحه ,حضرت عبدالرحمن بن ابي بكر , او حضرت عمر فاروق رضوان الله تعالى عليهم اجمعين قبر ته ورټيټ كړ او پدې طريقې سره د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ژوندوني ملګرى د تلپاتې ملګرتيا په بڼه د حضرت عايشې رضی الله عنها په کوټې کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارک قبر تر څنګ خاورو ته وسپارل شو. او د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د نيوي مينې په پايله كې حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه د اخروي ملګرتوب لپاره له رسول الله صلى الله علي وسلم سره يوځای جنت ته ننووت . –
رضي الله عنهم ورضوا عنه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx