نظــر

له سويفټ سیستم څخه د روسي بانکونو بندیز به څه لاسته راوړنه ولري؟

ژباړه: احمد ضیاء رحماني

د روسيې او اوکراین موضوع په ریښتیا هم چې نن سبا د ټولو چاپي غږیزو او تصويري رسنیو د سرټکی دی،
مګر یو څه چې په روسیه يې د بندیزونو سره یوځای نوم ډیر اخیستل کیږي هغه Swift سویفت نړیوال بانکي سیستم دی چې د ډیرو لپاره کیدای شي یوه نوې اصطلاح وي په لاندې مطلب کې سویفت ته لنډه کتنه شوې:

په اوکراین د روسیې یرغل په مسکو د سخت بندیز او اقتصادي فشار زمینه مساعده کړي ده. د شنبې په شپه امریکا، کاناډا، انګلستان او جرمني د سویفټ نړیوال سیستم څخه د روسیې د مشخصو بانکونو په بندیز هوکړه کړې ده. د غرب دا ګام به د روسیې سوداګري وځپي او شرکتونو ته به يې په تجارت کې خنډونه جوړکړي.

سویفټ څه شی دی؟

Swift (the Society for Worldwide Interbank Financial Telecommunication)
یا په نړیواله سطحه د بانکونو تر منځه د مالي راکړې ورکړي د همغږۍ ټولنه. په بين المللی کچه د مالي پیغامونو داستولو اصلي او خوندي سیستم دی چې په نړیوال تجارت کې د بانکونو تر منځ د چټکې تادیې(پرداخت) زمینه برابروي، چې اوس د بین المللی تجارت د تمویل لپاره په اصلي میکانیزم تبدیل شوی دی.
د ٢٠٢٠ کال د احصایو په اساس په هغه کال کې هره ورځ شاؤخوا ٣٨ مليونه تجارتې معاملې په نوموړي پلاتفورم کې استول شوې وې، چې د تريليونونه ډالرو په ارزښت تجارتي معاملاتو کې د آسانتيا لامل شوی وو

سویفټ د چا ملکیت دی؟

سویفت، په ١٩٧٠ م کال کې د هغو زرګونه غړو مؤسسو د مجموعې په شکل رامنځته شو چې د تعاوني شرکت په ډول له دغه سرویس څخه استفاده کوي. که څه هم چې مرکز یې په بلجیم کې دی، خو په تجارتي اختلافاتو کې بېطرفه پاتې کیږي او په عموم کې د یو شریک خدماتي سیستم په شکل اداره کیږي.

ولې ځینې هیوادونو په لومړیو کې له دې بندیز سره دلچسپي نه درلوده؟

یو علت داؤ چې ښايي په روسي تجارت يې اثرات دومره جدي نه وي. په دې وروستیو کې د روسیې د یو لوی بانک VTB مشر وویل چې کولای شي د سویفت پرته د نورو تکنالوژیو په کارولو په نړیواله سوداګرۍ کې د بانکونو ترمنځ د پيغام لیګلو چاري مدریت کړي. روسي بانکونه کوالی شي په غيرې مستقیم شکل د هغو هیوادونو په مرسته چې بندیزونه يې نه دي لګولي د توکو قیمت تادیه(پرداخت) کړي لکه چین چې سویفت ته ورته خپل ځانګړی سیستم لري. ښايي په روسیه د سویفت د استعمال منع کېدل به په نړیوال بازار کې د سویفت لوی چينايي رقيب CIPS ته د پرمختګ چانس په لاس ورکړي، دا ویره هم موجوده ده چې نوموړی اقدام کولای شي د بین المللی زیرمه(رزرو) اسعارو په توګه د ډالرو فعلي وضیعت ته تاوان ورسوي او د بیت کوین شان د نورو رمز لرونکو ارزونو بازار ګرم کړي.
آیا د سویفت بندیز به په نورو هیوادونو تاثیر وکړي؟

د بایډن ادارې انديښنه درلوده چې دا بندیز ښايي د روسي شرکتونو تر څنګ د دوی متحدینو ته هم په اقتصادي برخه کې ستونزې جوړې کړي ، روسیه په اروپا کې او په ځانګړي ډول په هالند او جرمني کې د تولید کیدونکو توکو له لویو پيرودونکو څخه ده.
روسیه د اروپايي هیوادنو په مارکیټ کې د خامووتیلو طبيعي ګازو او نورو سون توکو له اصلي عرضه کونکو هیوادونو څخه ده او د اروپا لپاره د صنعتي سون توکو په بازار کې د روسیې بدیل پیدا کول سخت کار دی. مګر له دې سره بیا هم اروپايي اتحاديه د بندیزونو ترشا ولاړه ده.
آیا سویفټ هم په اقتصادي بندیزونو کې راتلی شي؟
که څه هم تر دې مخکې سویفت د ممنوعیتونو د عملي کولو په باره کې د ځینو هیوادونو غوښتنو ته مقاومت ښودلی وو او ځان یو بې طرفه سازمان معرفي کړی دی، مګر په ٢٠١٢ کال کې یې د تهران داتومي پرګرام اړوند ځينو اشخاصو او شرکتونو سره د راکړې ورکړې په بندیز د اروپايي اتحاديې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی وو، چې په ورته برخلیک د روسیې د اخته کیدو لپاره دلیل کیدای شي. د رويترز آژانس د راپور په اساس د سویفټ ویاند نه ده روښانه کړې چې دوی به د امریکا بندیزونو ته څه ډول ځواب ووايي.
منبع: ګاردین ورځپاڼه

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx