ورزش

راشد خان په ۱۵۰ ويکټو اخيستلو د نړۍ دريم چټک توپ اچونکی شو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۹ کب، ۱۴۰۰ل): د ملي لوبډلې نامتو سوکه توپ اچونکی راشد خان په ۱۵۰ ويکټو اخيستلو د نړۍ دريم چټک توپ اچونکی شو.

د بنګلديش پر وړاندې دريمه پنځوس اوريزه لوبه کې راشد خان درې ويکټې واخيستلې چې په مرسته يې له ميچل سټارک او ثقلين مشتاق وروسته دريم چټک توپ اچونکی شو.

راشد خان دغه څلي ته په ۸۰مه لوبه کې ورسېد، په داسې حال کې چې د استراليا ميچل سټارک په ۷۷ او د پاکستان ثقلين مشتاق په ۷۸ لوبو کې رسېدلي دي.

د بنګلديش او افغانستان ترمنځ دريمه يو ورځنۍ لوبه کې بنګلديش د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو افغانستان ته د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه.

د يادونې ده چې ۲۳ کلن راشد خان په سلو ويکټو اخيستلو کې هم تر ټولو مخکښ توپ اچونکی ثابت شوی او یوازې په ۴۴ لوبو کې ۱۰۰ ویکټې اخیستي چې له هر بل توپ اچونکي وړاندې دی.

بل لوري ته ګوګلي ماسټر په شل اوريزو لوبو کې د چټکو سلو ويکټو اخيستلو ريکاډ په خپل نوم کړی و. هغه سل ويکټې په ۵۳ لوبو کې پوره کړې وې. خو ملينګا بيا په ۷۶ لوبو کې په دوهم نمبر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx