نظــر

یوکراین؛ د امریکا او روسیې د جګړې میدان؟

عبدالحی قانت

کله چې ۱۹۹۱م کې د امریکا او شوروي تر منځ سړه جګړه پای ته ورسېده؛ شوروي شکست وخوړ او امریکا د نړۍ یکه تاز قدرت پاته شو. هغه مهال د امریکا د بهرنی پالیسۍ هدف دا ؤ چې د امریکا دا یکه تازي څرنګه په نړۍ تل لپاره وساتل شي. دې لړ کې د امریکا مهمو ستراتیژستانو د امریکا د نړیوالې هیژمانۍ ساتلو لپاره خپل افکار وړاندې کول. برژنسکي، فوکویاما، کسنجر، ‪جارج شلټز او نورو کتابونه ولیکل او د امریکا مشرتابې ته یې مشورې ورکول پیل کړل. ‬

‪یو شی چې د دوی ټولو ترمنځ مشترک ؤ هغه دا ؤ چې د ناټو ائتلاف (چې اصلا د شوروي مخنیوي لپاره جوړ شوی ؤ) باید وغځول شي. امریکا هم له دې وروسته د ناټو په غځونه کار پیل کړ.‌ اول ځل لپاره په ۱۹۹۹م کې ناټو د شرق په طرف وغځېده چې پولېنډ، چک ریپبلک او ځینې نور هیوادونه پکې یو ځای شو.‌ دوهم ځل بیا په ۲۰۰۴م کې وغځېده چې په نتیجه کې یې بالټیک هیوادونه (اسټونیا، لیټویا، لیټوانیا …) او ځینې نور هیوادونه هم د ناټو برخه شو. د ناټو په دې غځونه د امریکا راتلونکي لوی رقیبان (چین او روسیه) خوښ نه ول ځکه دا ټول کار د دوی د مخنیوي او د امریکا د نړیوالې هیژمانۍ ساتلو لپاره کېده. روسیې او چین د دې غځونې مخنیوی ځکه نه شو کولی چې دوی په اقتصادي او امنیتي لحاظ د امریکا د مخالفت وړ نه ول، یعنې ضعيف ول..‬
‪په یاد مو وي چې د افغانستان او عراق اشغال هم د امریکا د نړیوالې هیژمانۍ د ساتلو یوه برخه وه. دا هغه څه ؤ چې برژنسکي یې یادونه کړې وه چې د امریکا د دښمن شا او خوا ته باید نا امني جوړه شي. ‬
‪کال ۲۰۰۸م کې د ناټو هیوادونو له یوه مجلسه وروسته ناټو دا ومنله چې دوی د یوکراین او جورجیا غړیتوب هم مني او غواړي هغوی هم د ناټو ائتلاف کې شریک شي.‌‬
‪دا کار روسیې ته د خطر سګنال ؤ. روسیې فورا په دې تصمیم باندې مخالف وښود او ویې ویل چې د جورجیا او یوکراین ناټو کې یو ځای کېدل دوی لپاره ستراتیژیک خطر دی او د دې په تړاو غلي نه پاته کېږي. ‬
‪له هماغې ورځې کړکېچ پیل شو. او کرکېچ اصلا غربیانو پیل کړ ځکه یوکراین چې روسیې سره پوله لري د ناټو غړيتوب یې دا مفهوم افاده کاوه چې د روسیې ملي امنیت وګواښل شي او روسیې ته د غرب په طرف د پرمختګ لاره ډب شي. ‬
‪د یوکراین ستراتیژیک موقیعت روسیې لپاره په سیاسي لحاظ بې انتهاء مهم دی. هېڅ هیواد نه غواړي چې د پولې آخوا یې داسې دښمن استوګنه ولري چې د دې ملي امنیت کواښلی او نورې نړۍ ته یې د تللو لار بندولی شي. ‬
‪په یاد مو وي چې زمونږ افغانستان کې د جګړې او افغان وژنې سره بېره د امریکې د اشغال یوه منفي‬ نکته دا وه چې زمونږ په هیواد کې د داسې هیواد نظامي حضور ؤ چې سیمه ورته د لوی دښمن په سترګو ویني. همدا لامل ؤ چې د سیمې ټولو ارګانو (شنګهای، ایکو، سارک او..) کې د افغانستان رول ډېر تت ؤ. همدا لامل ؤ چې مونږ نه توانېدلو په ریښتینې مانا د سیمه ایز نښلون پروژې عملي کړو.

یوکراین له داخلي پلوه په روسي ژبو او یوکراین ژبو تقسیم دی. د یوکراین په شرق کې یوکراینیان روسي ژبه وايي او دوی غواړي په امنیتي‌ او اقتصادي لحاظ د روسیې ملګري اوسي. په غرب کې بیا یوکراین ژبي دي چې د ناټو غربي هیوادونو سره پولې لري، دوی غواړي‌ د غرب برخه شي. امریکا غواړي یوکراین د اروپايي اتحادیې او ناټو غړې شي تر څو په نړیوال سیاست کې د دوی دائرې ته داخل شي خو روسیه دا کار د خپل امنیت لپاره ستراتیژیکه ننګونه ګڼي. روسیه به هېڅکله هم یوکراین دې ته پرېنږدي چې د اروپايي اتحاد او ناټو برخه شي. دې کار لپاره ښايي روسیه د هستوي اسلحو له استعماله هم درېغ ونکړي ځکه د یوکراین مسئله د روسیې لپاره همدومره حیاتي مسئله ده.
کال ۲۰۱۳م کې د یوکراین د هغه وخت ولسمشر یونوکویچ اعلان وکړ چې دوی نه غواړي‌ د اروپايي اتحاد برخه شي. دا چې امریکایان همېش د ډیموکراسۍ په نوم د دولتونو پر ضد عام خلک پاڅوي، یوکراین کې امریکا له دې کارت څخه استفاده پورته کړه، له غربي یوکراین څخه لاریونونه پیل شو. یونوکوېچ استعفاء ورکړه او روسیې ته وتښتېد. روسیه لاس په کار شوه او به کرایمیا یې حمله وکړه. کرایمیا یې ونیوله او د یوکراین په پولو یې خپل پوځونه ځای په ځای کړل.

له هماغې ورځې راهیسې د یوکراین پر سر د روسیې او غرب جنجال دی. روسیه نه غواړي یوکراین د غرب د ائتلاف برخه شي ځکه دا کار روسیه خپل ملي امنیت ته خطر بولي او په عین حال کې شرقي اروپا او بالکان سیمې ته د روسیې لار بندوي. روسیه ښايي د خپل هدف لپاره له هرې وسیلې کار واخلي.
د یوکراین په مسئله کې د روسیې لاس په لاندې وجوهاتو بر دی.
۱ دا چې اروپايي هیوادونه انرژۍ ته ډېره اوتیا لري، دوی له روسیې څلورمه حصه ګاز واردوي.
۲ خپله یوکراین ۷۲٪ ګاز له روسیې واردوي چې بل هېڅ بدیل نه لري.
۳ په راروانه سړه جګړه کې امریکا روسیې ته اړتیا لري او نه غواړي چې د یوکراین په سر په لوی لاس روسیه د چین غېږ ته وغورځوي.
۴ جرمني‌ غواړي د نارډ سټریم په نوم د ګازو لویه پروژه پیل کړي چې له مخه به یې روسیه جرمني ته د ګازو نل لیکه تېروي.
پوتین په دې پوهېږي چې اروپا او امریکا په اقتصادي او سیاسي لحاظ د روسیې ملاتړ ته اړتیا لري. له دې امله د یوکراین او جورجیا په سر هېڅ قسمه تفاهم ته سر نه ټیټوي.
د امریکا په لاس کې له فشار پرته بل هېڅ داسې کارت نشته چې د روسیې په وړاندې یې استفاده کړي.
ښايي د قضیې حل دا اوسي چې یوکراین د روسیې او غربي بلاک تر منځ د بفر سیمې په هېڅ وپیژندل شي. روسیه همدا غواړي‌ او ښايي امریکا هم یوکراین همداسې له خپل سیاسي مجبوریته د روسیې لاس ته پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx