نړۍ

فرانسه: سرکوزی له افغانستان څخه دفرانسوي خبریالانو دخوشي کولو خبرورکړ

french_jounalists(نن ټکي اسیا جون ۲۰۱۱/۲۹) سرکوزی دشروع په ورځ د دوو فرانسوي خبریالانو هریوه سټیفان ټاپونیه او ارفیه غسګیر  دراخوشي کولو خبرورکړ اودفرانسي ولس ته یی مبارکي وویله.

دواړه فرانسوي خبریالان د ۲۰۰۹ کال ددیسمبر دمیاشتی له ۳۰ تاریخه راپدي خواپه افغانستان کي له طالبانو سره زندانیان وو، نن سهار دفرانسي داولسمشر له دفترڅخه په یوه خبرکي راغلی وو چي په افغانستان کي دطالبانو له لوری څخه نیول شوی دواړه خبریالان دیو افغاني ژباړن روزالدین  سره یوځاي خوشي شوی دي.

دفرانسي اولسمشر سرکوزي دافغانستان له اولسمشر حامد کرزی څخه مننه وکړه اوژمنه یی وکړه چي دافغانستان له خلګو اودولت  سره به خپلي مرستي جاري و ساتي.

فرانسوي خبریالان غسکییر اوټاپونیه چي له یوي فرانسوی مجلي فرانس (۳) سره یی کارکاوه په کال ۲۰۰۹ کي ددیسمبر په میاشت کی له کابل څخه ۶۰ کیلومټره لري دکاپیسا په ولایت کي دطالبانو له لوري نیول شوي ول، چي بیا تراوسه پوري دطالبانو په ولکه کي وو.

لدی څخه مخکي دنوموړیو دخوشي کولو لپاره څو ځلي دطالبانو اوفرانسوي چارواکوترمنځ خبري شوی وي، چي طالب چارواکو  ددواړو خبریالانو دخوشی کولو په بدل کي له فرانسویانو څخه ډیری غوښتني درلودي ، خوپه وار وار ددواړو لورو ترمنځ خبري بی له کومي پایلي پای ته رسیدلي وي

اخیردغو وو چي نن سهار دفرانسي ولسمشر سرکوزي دفرانسوي خبریالانو دخوشي کولي خبررسما اعلان کړاودفرانسي ولس ته یی مبارکي وویله، تراوسه پوري دامالومه ده نده چي دفرانسوی خبریالانو په بدل کي به دفرانسي حکومت دطالبانو پخواني غوښتني منلی وي اوکه څرنګه، خودغه به وروسته مالومه شی چی فرانسوی خبریالان څرنګه اوپه څه ډول اودڅه شی په بدل کي طالبانو خوشي کړیدي

بخت الرحمن بخت……………….. نن ټکی اسیا

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x