ورزش

د ګربز په زړه پورې سليزه، افغانستان بنګلديش ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۹ کب، ۱۴۰۰ل): د افغانستان او بنګلديش لوبډلو ترمنځ دريمه يو ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې پېليز لوبغاړي رحمان الله ګربز په دې لوبه کې غوره توپ وهنه وکړه او د هدف بشپړولو ترڅنګ يې خپله سليزه هم ووهله.

د يو ورځني سيريز په وروستۍ لوبه کې بنګلديش پچه وګټله او لومړی يې توپ وهنه وکړه، دوی ښه پېل وکړ خو وروسته راشد خان او محمد نبي پرلپسې ويکټې واخيستې او بنګلديش يې په ۴۶م اور کې تر ۱۹۲ منډو محدود کړ.

ددوی له لوري ليټن ډاس ۸۶ زياتې منډې وکړې. په توپ اچونه کې د افغانستان لپاره راشد خان ۳ او محمد نبي دوه ويکټې واخيستلې.

د هدف په تعقيب کې ځوان پېليز لوبغاړو په زړه پورې وکړ، او له ۷۹ ملګرتيا وروسته رياض حسن خپله ويکټه په ۳۵ منډو له لاسه ورکړه.

رحمان الله ګربز تر پايه ونه سوځېد او سليزه يې ووهله. هغه په ۱۱۰ توپونو د ۴ شپږيزو او ۷ څلوريزو په مرسته ۱۰۶ منډې وکړې. ګربز د خپل پنځوس اوريز کيريئر ۳مه سليزه پخپل نوم کړه.

بنګلديش لوبډلې په يو ورځني سيريز کې په دوه يو خپل کړ، ددوی ترمنځ د شل اوريزو لوبو سيريز د مارچ په ۳مه پېل کيږي.

افغانستان د سوپر ليګ جدول کې په ۷۰ نمرو سره څلورم مقام لري، په داسې حال کې چې بنګلديش په لومړي نمبر دی‌

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx