افغانستان

د اشغال څخه د خلاصون تړون دوه کاله پوره شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ کب، ۱۴۰۰ل): د اشغال څخه د افغانستان د خلاصون تړون چې د دوحې پر تړون مشهور دی دوه کاله پوره شول.

د ۱۳۹۸ز کال د کب د میاشتې پر ۱۰مه ( فروری ۲۹مه ۲۰۲۰) د افغانستان اسلامي امارت د امریکا سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د افغانستان خپلواکي یقیني شوه.

د دغه تړون له مخې امریکايي ځواکونو ته یو مشخصه موده وټاکل شوه چې له افغانستان څخه به وځي.

همدا راز امریکا ومنله چې د افغانستان په زندانونو کې د طالبانو سیاسي بندیان به خوشې کوي.

مقابل کې طالبانو د دوحې په تړون کې تعهد وکړ چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر خلاف نه استعمالوي.

د دوحې تړون په افغانستان کې یو مثبت تحول ته زمېنه برابره کړه  او مخکې تر دې چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه په بشپړ ډول ووځي، د امریکا په لاس جوړ شوی رژيم هم وپاشل شو.

افغانستان د دوحې تړون سره د ۲۰ کلن اشغال او ورسره مل بمباریو، شپنیو چاپو، ځورونو، شکنجو او مرګ ژوبلو څخه خلاص شو.

همدا راز افغانستان تر ۴۳ کاله جګړو وروسته استقرار پیدا، اسلامي نظام حاکم، په ټولو هېواد کې امنیت تامین او د قدرت جزیرې ختمې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جان تڼې

مونز ځان باید دی ګا‌‌‌‌‌‌ډی آس جوړ نکړو اشغال ختم نه بلکی اوس شروع شوی ده هغه کسان چی ټول کارونه یی دی. بی دینه کسانو دی دی دین له نامه نه استفاده کوی دی کفر اوالحاد. پلانونه. عملی کوی دریش میلونه مسلمانان. نوته یی په ژوندانه. دوزغ جوړ کړی. ده دوی نه دی دین نه دی انسان او نه دی وطن. احترام. لری. ملی بیرغ زموږ. ایمان وطن. ناموس او هر شی ده. څوک چی دی بیرغ ته سپکاوی کویی هغه بیناموس ده او دی پنجابی له حرامو اوبو دنیا ته راغلی ده 🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫

خوګياڼي

الحمدلله د الله ج په مرسته او زمونږ د اتلو طالبانو په بى سارې قربانيو او د اصيل افغان ولس په ملاتړ يې امريکا او ورسره اته څلوېښت اشغالى ملکونو ته يې د هغوي د سر په کاسه کې اوبه ورکړې. او شپې ناوخته يې د ګران افغانستان نه پښې سپکې او په تيښته شول. او همدارنګه د کابل مزدورې ادارې، شمالي ټلوالې، شورا نظار سقاوي ډلو ،جمعیت ستميانو کوم چې د د اشغالګرو په چوپړ کې وه هم د بجلۍ په څير ورک او غارو ته ننوتل او نورو ملکونو ته وتښتېدل. دا ډير د وياړ ځاى دئ چي… نور لوستل »

خوګياڼي

دغه د دوهي تړون چې د امريکايي اشغال خاتمه او د ګران افغانستان خپلواکي يې تضمین او تر لاسه کړه د نړۍ په تاريخ کې باید په زرينو ټکو وليکل شي. او د طالبانو د سپيڅلي جهاد بى شانه قدر دانى وشي. دا فتح الله ج پخپل نصرت او د طالبانو د سر په قرباني افغان ولس ولس ته ور په برخه کړه. وس د افغان مسلمان ولس وجيبه ده چې دا خپلواکي په ميړانه وساتي.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx