نړۍ

امریکايي الوتکو داسلامي دولت په مرکزونو بمبار کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د پنټاګون ویاند نن ورځ وویل چې دوی د جمعې په ورځ د ولس مشر باراک اوباما په امر په عراق کې د اسلامي دولت د ځواکونو په فوځي مرکزونو بمبار کړی.

د امریکا د متحده ایالاتو وزارت دفاع (پنټاګون) ویاند ادمیرال جون کیربي وویل چې نن دوه F18 الوتکو د اسلامي دولت هغه فوځي مرکز وویشت چې له دغه ځایه یې د کردانو پلازمینه اربیل په وړاندي عملیات پر مخ بیول، او د کردانو د فوځي ځواک (پيشمرګه) سره په جګړه بوخت وه.

نوموړي زیاته کړه چې دوی د لیزر په واسطه نښه ویشتونکې ۵۰۰ کیلو ایز بمونه په دغه مرکزونو واچول.

باید وویل شي چې د عراق د کردستان په ولایت کې د اربيل ښار ته څېرمه اوس هم امریکايي ځواکونه او اتباع میشت دی، چې ویاند یې یادونه هم وکړه او وې ویل چې اسلامي دولت ځواکونه هلته نیژدې شوي.

ددې تر مخه باراک اوباما اعلان کړی وو، چې ده خپل فوځ ته اجازه ورکړې چې په عراق کې د ضرورت په وخت په عملیاتو کې برخه واخلي، او هلته بمبار وکړي، او د اسلامي دولت د ځواکونو مخه ونیسي.

بشپړ تفصیل په لاندي لینک کې لوستلای شئ:

http://www.nunn.asia/20082

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ناصر صارم

اوباما همچنان افزوده است که نمیتواند شاهد ایجاد خلافت اسلامی باشد مثلیکه بوش خلافت را اندیشه شیطانی نامیده بود و روافض هم از خلافت نفرت دارد چون خلافت را غضب قدرت امامت میداند. من نمیدانم که آل سلول چرا تا فعلاً هم نزد بعضی مردم مدافع اهل سنت پنداشته میشود در حالیکه لشکر سیکولر لبنان را در مقابل مجاهدین بیش از توقع کمک میکند و در برطرفی مرسی و نصب سیسی نقس غیر قابل انکاری داشته است

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x