نظــر

افغانانو ته له وياړه اشغالګرو او حاميانو ته يې له عاره ډکه ورځ!

احمد منصور

د دوحې د تړون د دوهمې کليزې په مناسبت

په نړۍ کې هر هېواد د خپلې آزادۍ ورځ لمانځي ارزښت ورته لري، خپل اتلان او غازيان ستايي، او په قدر يې نومونه اخلي افغانانو هم تېره يوه پيړۍ کې درې امپرطوريانې ماتې او آزادي يې ترې اخيستې خو بيا د آزادۍ ساتلو ته نړۍ والو او په کور دننه حاميانو يې نه دي پريښي له هر ځل آزادي روسته داخلي دوښمن خپل بادار را وستلی او دا اولس يې پرې وژلی اسير، او تعذيب کړی ملت خپله حوصله لوړه ساتلې او هېڅ کله يې نا اُميدي نه ده کړې دا دی رب له بشپړې آزادۍ برخمن کړ او نن به له وياړونو ډکه او په خوښيو پوښلې ورځ لمانځي دا هغه ورځ ده چې اوږد انتظار يې ورته کړی کږې وږې لارې يې ورته طي کړي ، شپې يې ورته شوګيرې او ورځې يې ورته په ستړيا تيرې کړي نه غواړم چې نور تاسو ورته فکرمند کړم خو مخکې له دې چې يادونه يې وکړم او د دې مبارکې ورځې په اړه څو زرينې کرښې وليکم قدرمن او مجاهد اولس ته يې مبارکي وايم هغه له افتخاراتو ډکه ورځ لسم د حوت ده هغه ورځ چې ټکنالوژي د ايډيالوژي پر وړاندې ماته ومنله.

د لسم د حوت نن دويمه کليزه ده غوښتل مې چې زه هم د يو افغان او ادنا ليکوال په حيث خپل مکلفيت اداء او څو ماتې ګوډې کرښې وليکم لسم د حوت افغانانو ته د يوه ارزښت حثيت لري دا ورځ به د تاريخ په پاڼو کې ځانګړی مقام لري په وياړ به ياديږي ، په وياړ ليکل کيږي او په وياړ به تکلم ور باندې کيږي په لسم د حوت هغه امپرطوريانې ماتې شوې چې شل کاله مخکې له خپلو ټولو عصري ټکنالوژی سره يې زمونږ په ګران مسکن يرغل وکړ موخه يې تنها د اسلامي نظام ړنګول نه بلکې دلته اسلامي مفکوره ورکه ول او وژل وو د اشغال پر ضد د جهاد قيادت ته ديني عالم او د مدرسې طالب زړه ښه کړ اولس ور پسې اقتداء وکړه ځينو په دې مبارز پاله او آزادي غوښتونکي ملت استهزاوې کولې، ليونيان يې بلل ويل چې غرونو سره سرونه وهي خو ملت خپله په قوي عزم مخ په وړاندې تلو يو وخت چې دوښمن يې له مبارزې عاجزه شو نو په دې پاک صف يې مختلفو نوعه تهمتونه ولګول اشغالګر چې کله وپوهېدل چې د دې مبارزې رهبران علماء او شيوخ دي او د نظام د نېفاذ هوډ يې کړی نو د ذهنونو د تخريب په موخه يې داسې افواهات خپاره کړل چې ګواګی عالم په سياست نه پوهيږي او هڅه يې کوله چې اسلامي دين من حيث دين خلکو ته ور وپېژني نه من حيث نظام خو دغو تبليغاتو کومه ګټه ورته ونه رسوله.

ورځې شپې تېردې خو پيل کړې مبارزې نور هم زور اخيست ځکه يو ملت د آزادۍ په آرمان وو هر څومره لوړ قيمت که يې غوښت پرې کولو ته يې چمتو وو بلا اخره يرغلګرو د جګړې توان وبايلود د مذاکراتو کولو مسلسل زارۍ يې شروع کړې خو دا انګيرنه يې هم درلوده چې د امارت په رأس کې علماء دي په سياست کې مخينه نه لري شايد مات يې کړو يقينن ډېر نازک حالت وو دا نو هغه وخت وو که له يوې خوا دا خوښي وه چې په نظامي ډګر کې مو نړۍ ماته کړه خو له بل لور بايد د دوښمنو کړيو دوه ادعاوې درواغ ثابتول هم اړين وو:

۱- علماء په سياست نه پوهيږي.
۲- چې اسلام دين دی خو نظام نه دی

معنی دا چې قيادت له يو ستر امتحان سره مخ وو خو په رب يې توکل وکړ له اشغالګرو سره مخامخ يو کال مذاکرات يې وکړل په دومره موده کې دوښمن مختلف فشارونه په امارت وارد کړل څو يې دې ته اړ کړي چې خپلې غوښتنې پرې ومني خو د قيادت او مذاکراتي ټيم په رب بروسه، دين ، هېواد ، ارزښتو ته ژمنتيا صبر او تحمل يې د دې لامل شو چې په دې ستر امتحان کې بريالي شول دوښمن يې يو تړون ته اړ کړ چې بلاخره د حوت په لسمه اشغالګرو چې په رأس کې امريکا وه د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې د مراسمو تر سره کېدو تابيا يې په يو هوټل کې نيول شوې وه چې همالته امريکا په تحريري بڼه خپله ماته ومنله، همالته يې ټولې هيلې ناهيلې او ټول پلانونه يې شنډ شول نو ويلی شو چې د حوت لسمه د افغانانو لپاره له وياړه اشغالګرو او حاميانو ته يې له عاره ډکه ورځ ده.

الحمدالله چې رب د دې مبارکې ورځې په اړه ماته د څو کرښو ليکلو توفيق راکړ خوښ يم چې دا ورځ به مو هېوادوال په آزاده او خپلواکه فضاء کې ولمانځي د دې پرتمينې ورځ مبارکي هغو والدينو ته چې د زړه ټوټې، هغو خويندو ته چې نازولي ورونه، د ژوند ملګري او هغو يتيمانو ته چې والدين يې د آزادۍ را وستو په موخه ځانونه قرباني کړي دي واقعاً تاسو قيمتي خلک ياست او د پراخې سينې څښتنان يی مطمئن اوسی اوسنی قيادت نېک ده او د تلليو له سپڅلو آرمانو سره به هېڅ کله جفاء نه کيږي په اخر کې خپلو محترمو مشرانو ، قدرمن ملت ته د دې سترې بريا او مبارکې ورځې تبريکي وايم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx