نظــر

اوس ښوونځي او پوهنتون خپله اصلي بڼه غوره کړه!

حمزه الیاس
د اسلام له پیل راهیسي کفار په دې هڅه کې دي، چې اسلامي نړۍ او مسلمانان تر خپل تسلط لاندې راولي.
د همدې موخې لپاره یې صلیبي جنګونه شروع کړه او د القدس د نیولو لپاره په سوونو کلونو لښکرې راټولې کړې؛ خو لله الحمد په خپل هدف کې کامیاب نه سول.

ګارډنر وایي:
“صلیبیانو ونه سوای کولای، چې القدس د تل لپاره د مسلمانانو له ولکې وباسي او د اسلامي نړۍ په زړه کې مسیحیت جوړ کړي”
وروسته بیا همدغه جګړې د استعماري جګړو په بڼه پیل شوې، چې اقتصادي بڼه یې درلوده.
په دې جګړې سره صلیبیانو ټوله اسلامي نړۍ تر خپل واک او تسلط لاندي راوسته. اسلامي او ملي ارزښتونه یې په زور تر پښو لاندي کړل؛ خو بیا هم په همدې اسلامي نړۍ کي ځیني باتور او مېړني زلمو وو، چې بېرته یې اسلامي نړۍ تر خپل واک لاندي راوسته.

کله چې د شلمې پېړۍ، په ځانکړي ډول له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د باتورو زلمو د حرکت په نتیجه کې د صلیبیانو ټغر ټول شو؛ نو دوی خپل ټول واک امریکا ته وسپاره، چي د هغه وخت زبر ځواک و.
له دویم نړیوال جنګ وروسته چې کله امریکایان پر واک راغلل؛
نو دوی د صلیبیانو له ناکامۍ څخه په پند اخیستلو، د اسلامي هیوادونو د نیولو لپاره بله ستراتیژي غوره کړه او هغه د کلیسا پر کوښښونو او تعلیم باندې ولاړه وه.

دوی د دې کار لپاره مسیحي پادریانو ته دنده ورکړه، چي د پوهنتونونو، کالجونو، ښوونځیو او مدرسو له لاري داسي یو نسل وروزي، چي هغه یوازې په نامه مسلمان وي، نورې کړنې، فرهنګ، رواج او عنعنات یې د امریکایي اسلام وي.

د کلیسا پادریانو داسې یو تعلیمي نصاب جوړ کړ، چې له بهر نه ټول پر اسلامي قوانینو جوړ وو؛ خو په اصل کي ټول کار د استعماري جګړې لپاره روان و.

په ښکاره به یې د انسانیت، تعلیم او مهربانۍ نارې وهلې؛ خو په پټه به یې د مسیحیت درس ورکاوه.
په همدې طریقه یې زرګونه مسیحي مبلغین په اسلامي نړۍ کي خپاره کړل او د امریکا دغه ستراتیږي ډېره ګټوره تمامه شوه.

دا چې مسلمانان ترې کرکه وکړي، برعکس دوی په شخصي لګښتونو خپل اولادونه د دوي پوهنتونونو ته استوي؛ تر څو هلته لوړې زده کړې وکړي.

الحمدلله په افغانستان کې د امریکا له ماتې وروسته او د اسلامي امارت د راتګ سره، د امریکا دغه شریره استعماري جګړه او ستراتيژي هم ختمه شوه.

اوس په پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځیو کې د استعماري جګړې پر ځای د اسلامي فکر، اخلاقو او ارزښتونو د ساتلو درس ورکول کیږي.

اوس د دې پر ځای چې د اسلام، جهاد او مجاهد په خلاف تربیه ورکړي، خپله همدا مجاهد دوی ته د جهاد او اسلام تربیه ورکوي. نن هغه پوهنتونونه، مدرسې او ښوونځي د دې پر ځای چي د مسلمانانو په ذهنیتونو باندې منفي کار وکړي، په هغه پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځیو کې د اسلامي او ملي ارزښتونو درس ورکول کيږي.
د اسلامي امارت په راتګ سره پوهنتون، مدرسې او ښوونځي خپله اصلي بڼه غوره کړه…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx