نظــر

د حوت لسمه د نړیوال استکبار د زوال ورځ

بدرالافکار

د حق او باطل تر منځ مقابل له ازله او اوږده مخینه لري، که چیرته موږ تاریخ مطالعه کړو ،د دوی تر منځ بلا اوږدې جګړې  او مقابلې شوي.
باطل اړخ تل دا کوشش کوي تر څو په یوه طریقه د اسلام رکود او مغلوبیت ته مختلفې دسیسې ولټوي،په خپل غرور او مادیاتو وکولای شي چې انساني مذهب او تخلیق عالي او مرفع وښایي.

دوی غواړي په خاکي نړۍ کې اسلامي مراکز تر خپل تسلط او حاکمیت لاندې راولي ،د اسلام مخالف فرهنګ او کلتور پرې تطبیق او تنفیذ کړي،باطل او مردود افکار په اسلامي مراکزو کې ترویج او عام کړي.
لسیزې مخکې افغانستان هم د همدې مردودې سلطې او حاکمیت ښکار  شوو،ځکه دا نهایي د نړۍپه سطحه د اسلام له سترو مراکزو څخه شمیرل کيده.

په همدې بنیاد یې د اسلام د ستر مرکز افغان وطن د نیولو او استعمارولو پریګړه له خپلو همکارانو سره وکړه،خو دا نهایي شرمنده او عاري قضاء ځکه وه چې په سختو بدو عواقبو ورته تمامه شوه
له خپلو اشرباڼو سره یې د افغانستان عطرورینه هوا د اشغال په ناترسه توپان ونیوله، وحشتونه او ظلمونه   نهایي ډیر شروع شول،هیڅ سپما او دریغ یې په افغان مظلوم ملت ونه کړ،ګلسټر ،د مور بم ، 52 Bهغه مادیات وو ،چې د نړۍ په قوانینو کې استعمال جرم ده او د پوښتنې وړ ده ،د نړۍ متکبرینو دا اصول تر پښو لاندې کړل ، د بشریت پر وړاندې یې زهري اسلاحې وکارولې.

دا چې افغان ملت په خپل تاریخ کې د امپراطوریو د ماتي اوږد او زرین تاریخ لري،هیڅ وخت یې د پردویو تر اسارت ژوند نه ده خوښ کړی، د خپلو نیکونو او اسلافو په لاره یې قدم کیښود او د باطلې امریکا د ماتې لپاره یې ټوپګ اوږې ته کړ،او د مبارزې میدان ته راغلل.

له دوه لسیزو خونړیو حالاتو وروسته د نړۍ متکبرین او استبدادیان ،په خدای نصرت او افغاني غیرت د ځمکې تل ته راښکته شول،د نړۍ په سطحه له عاریت او شرمندګۍ سره مخ شول.

باطلې امریکا لازمه وګڼله تر څو د خوندیتوب او تحفظ لپاره یوه بدیله او سالمه لاره ولټوي ،همغه ؤه چې د اسلامي امارت له مشرانو یې د صلحې غوښتنه وکړه او د خپلې ماتې د اقرار لپاره یې د حوت لسمه د سشنبې ورځ وټاګله ،په نړیوال ستیج یې د کاغذ پر مخ  د خپلې ماتې اعتراف لاسلیک کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx