دیني، سیرت او تاریخ

اسلام او حقوق

بدرالافکار

د ډیموکراسۍ او د جمهوریت لارویان دعوه کا چې د بشریت د حقوقو تحفظ او حق د ازداۍ زموږ لاسته راوړنه ده، د بشریت د خوندیتوب لپاره مو ډیر کار کړی. البته حقیقت داده چې د اسلام مبارک دین ډیر وسیع او وضعي دین ده ، د بشر حقوقو ته ژمن او په سالم نهج جوړ ده.

اسلام د حقوقو لپاره مستقیمه لاره او فکر لري ، د هیچا  حق تلفي پکې نه کیږي ، د حقوقو د پایمالي اعمال پکې اعتدا او تجاوز ګڼل کیږي،او دا یې واضحه  کړې چې هیڅ واکمن د بل انسان حق نشي خوړلی،بلکې دا توصیه ورته کوي چې انساني ارزښت د اسلام لپاره اصل ده او هیڅوک نشي کولای د بل انسان ارزښت ته ضرر ورسوي،حتا د حیواناتو ارزښت هم  پکې خونديتوب لري .
د اسلامي حقوقو  منبع او صدور رباني او الهي ده،چې پېړۍ مخکې د روح الامین په واسطه حضرت محمد ص ته ښودل شوی ، په دې حقوقو کې انساني عقل ناقص او فاسد  ده ځکه دا حقوق د خالق او مالک له لوري مقرر شوي او د امانتدار شخص په واسطه نړۍ ته راوړل شوي هغه امانتدار شخص د چاچې دښمن هم په امانتدارۍ قائل ده.

که مو یو ځل تېر تاریخ مطالعه کړ ،له اسلام څخه د مخه په نړۍ کې په انساني خلقیت کې سخت وحشتونه او ظلم تېر شوي/کړي، خپلواکي د قدرتونو جزیرې بربریت قائم و،
دا هر څه د اسلام په راتګ سره ختم او  د پای نقطې ورته کېښودل شوه،انساني کرامت پکې درک شوو،او ارزښت یې پیدا کړ د ښځو حقوق پکې واضح او معلوم شول او اسلامي ټولنې پکې لومړیتوب هم خپل کړ.

اوس چې غرب او کفر د بشریت د حقوقو دعوه کا دا هسې کاذبه او فاجره داعیه ده هیڅ انساني ارزښت پکې خوندیتوب نه لري ، یوازې په ټولنه کې د عیاشۍ او فحاشۍ ترویج او تنشیر کا، په همدې دعوې سره غواړي چې انسان تېر وحشي حالاتو ته وګرځوي، هدف یې داده چې همغه حالات یو ځل بیا په ټولنه کې رائج کړي کوم چې پېړۍ مخکې قائم وه،
یو څو بیلکې د موشت نمونه یې خروار په شکل بیانوم، په غرب کې د انسان او سپي ارزښت مساوي دی، انسان او سپی یو شان حقوق لري ، حتا ښځه کولای شي چې واده هم ورسره وکا، د استدلال په شکل که موږ غربي نړۍ ته ځیر شوو دا کار خورا پکې ډیر لیدل کیږي ، همدارنګه په غرب کې یو انسان کولای شي چې خپله څېره حیوانیت ته تبدیله کړي چې دا له انساني کرامت سره سخت په تصادم کې ده. سبحان الله دا څومره د انساني ارزښتونو پر وړاندې تجاوز ده، دا څومره انساني شرافت ته د حقارت په سترګه کتل دي.

بیا دا دعوه هم  کوي چې په اسلام کې د بشریت حق تلفي کیږي او بشري  حقوق خوندیتوب نه لري ،ایا انساني حقوق همدا دي کوم چې په غربي ټولنه کې اصل لري، هیڅکله هم نه دي الله رب العزت انساني مخلوقات ډیر محترم او د عزت خاوندان پیدا کړي،
په دې کې شک نشته انسان ته چې اسلام کوم حق ورکړی بل هیڅ یوه وضعي قانون نه ده ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx