نظــر

حوت لسمه؛ د افغانانو د پتمن مقدر ټاکنه او د سیاسي درایت او عمق ثمره!

جمال ایوبي

په نړۍ کې د یو قطبه او دوه قطبه ځواکمنو هېوادونو له زاویې چې کله د افکارو د ترویج، پر سیمه د سلطې هوس … او کله د ذخایرو د چور په خاطر یې پر کمزورو هېوادونو د یرغل نشه یې تدبیرونو؛ د عروج او زوال بلا داستانونه د تاریخ برخه ګرځېدلي.

کله چې افغانان د وحدت په رسیو تړل شوي و او د دنیایې لالچ پرځای یې ابدي مقاصد مدنظر نیول په هغه تصویرونو کې یې د امپراتورۍ پتمن کردارونه سجل کړي دي چې د تاراجِ نړۍ له سلطۍ سره یې کردارونو هم معکوس نتایج درلود چې د اصفهان، دهلي او پنجاب ګردونو به یې د اسونه ښپې ښکولولې.

له کومې ورځې چې افغانان د بې اتفاقۍ د بې رحمه څپېنړو ښکار ګرځېدلي، د انسجام او تجاوب څخه محروم او پخپلو کې تجرید شوي ددې ثمره دا راوتلې چې د بلا داخلي قتل و غارت تر څنګ د بېګانه بې رحمه یرغلونو کوربانه شویدي.

دا چې کفري استعماري هېوادونو ددې جنون مزه څکلې او د نړۍ کمزوري هېوادونه یې پر وحشت اېل کړیدي ،په همدې تور تسلسل کې افغانانو هم دا وژونکي ماښامونه او زوموخت پړاونه په خپله سینه لیدلي، خو؛ د افغانستان له نړۍ سره دا متمایز توپیر دی چې افغانانو د اوباشو ښکلاګرو پر وړاندې پر وخت او ملي قیام کړی چې د انګریز، پخواني شوروي او نن د امریکا+ناټو… ماټ هډونه زموږ د خبرو تثبیت او د تاریخ برخه ګرځېدلي.

کله چې امریکا زموږ پر خاوره د یرغل تابیا ونیوله د خپل پخواني رقیب “روسیي” څخه یې د عدم خطر د اطمینان ترڅنګ د مرستې غوښتنه وکړله ،روسیي چې پر دې پتمنه جغرافیه کې خپل وژونکی مقدر او مات هډونه لیدلي وو نو امریکا ته یې د اطمینان ترڅنګ دا هم وویل:

افغانستان کمین لرونکی جنت دی چې په یؤه لَغته به دې جهنم ته ګوذار کړي.
خو په مادیاتو، ټکنالوژۍ او پخپلو وحشتناکو وسایطو او تجهیزاتو” کلسټر … او b52″ باندې متکي امریکا د غرور په اوج کې پرته وه او د ازمویل شوي روس له منطق ډکه خبره یې کثافتدانې ته وغورځوله او پای یې دجنګ دریځ په یؤه داسې بڼه انتخاب کړ چې د طالب سره همکاري کوونکي یې هم اوله درجه دښمنان ونومول ،همدا وو چې طالب او آن طالب ته ورته سیما په وطن او سیمه کې د یؤ لوی او بې بدیله ازمېښت سره مخامخ شو، او د دښمنۍ بلا نادودې یې پر ځان ومنلې.

مقدمه رانه اوږده شوله؛ دا باید ووایم چې د حوت لسمه؛ تر شا بلا کتابونه خاطرې لري چې د متلاشي کېدو، هجرت، بمبار، د مشرانو فراق، د دسیسو او تبلیغاتو په وړاندې له تعقل او تمکین ډک حرکت… او بېرته د متناسق کېدو او … د حوت تر لسمې هسک منار ته پورته کېدل په یؤه مقاله کې ددې ټولو سونامیو او افتخاراتو رانغاړل ناشونې هڅه ده.

د حوت لسمې؛ تر شا د مظلومو افغانانو بلا ترخې خاطرې پرتې دي چې یؤه یې د کفري نړۍ ترڅنګ د بلا نام نهاد اسلامي هېوادونو د مشرانو(!) هغه بې ننګي له ځاننه سره لري چې په دې وینه زبېښونکي اشر کې داسې مخلصانه ورګډ شول چې دې حکمرانانو ته په مسلمان ویلو آن په تصور کولو کې یې هم؛ عامو مسلمانانو ته ځانونه سپک ښکاره کېدل ځکه چې ددې خلکو کردار د مسلمان له فطرت سره هیڅ پیوند نه خوړ.

د حوت لسمه ؛د مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله د هغوو پېشګویانو عملي بڼه ده چې وایې:
پر موږ به خدای رحم وکړي او بوش به خدای تباه کړي او بیا زیاتوي چې امریکا به د لست سر څخه اخر ته راشي.
هغه وخت د نړۍ د فزیکي قوت او د فکري جګړې د ابزارو پر وړاندې دا خبرې ساده؛ او د عقل له درک پورته وې مګر هغه خلک چې فکرونه یې په قراني او نبوي سیرت غني او سمبال کړي و دا ساده خبرې د احزاب او یرموک په فزیکي او تبلیغاتي لحاظ برتر کفارو په وړاندې د اصحابو په ښوځنده او باتدبیره ګټونکو معرکو کې ښه تحلیل کولای شول ځکه دا لښکر په معنوي لحاظ ستر لارښود ﷺ شاګردان ول او هغه مبارک د فتحې کېلي وسایل نۀ؛ بلکې د رب مرسته ورترزیق کړې وه.

حوت لسمه؛ د شهید ملا عبیدالله اخوند د هغې عدم سانسور وینا او متدین دریځ ثمره ده چې ویل یې: که غواړئ چې ددې جهاد ثمره ووینئ نو مشران باید قربانۍ ته تیار شي.
دا هغه له تقوی ډکه جمله ده چې په تنګه جغرافیه او د حاميانو په نه شتون کې یې فتحه معماري او میسر کړله.

د حوت لسمه؛ د یرغلګرو او کثیفو غلامانو څخه د نظامي شکست وروسته د پېچلي، دشوار، دسایسو ډک او چلنجونکو چڼو د سیاسي فتحې یؤ بل زرین باب دی.
حوت لسمه؛ د هغې متکبرې نړۍ لپاره چې د اشغال په اوایلو کې یې محاصره طالب ته د تسلیمۍ او مرګ څخه بل افشن نه درلود دا د فاتح طالب د عروج او انرژۍ ورځ او د غرور په نیلي سپورې امریکا لپاره د یؤ قطبه بدمعاشۍ د زوال نیټه وګرځېدله.

حوت لسمه؛ هغه ورځ چې طالب پکې د قرانکریم دا ایت” کم من فئة قلیله غلبت فئة کثرة باذن الله” د نړیوال اشر په وړاندې په عملي ډؤل تثبیت کړ.
حوت لسمه؛ هغه ورځ چې د اسلامي(!) هېوادونو د غلامو حکمرانانو د هغې ویرونکي ادعا کاذب تصویر تبارز کړ چې امریکا ته یې د خدایي مقام ورکړی و.

حوت لسمه؛ اسلامي امت لپاره د ازادۍ د انګېزې او حمیت مؤثر پیغام.
حوت لسمه؛ د مشرانو، فدایانو، شهیدانو او بااستقامته غازیاتو د ایثارونو له ثمر ډکه او په رنګینې نتیجې مرتب شوله.
حوت لسمه؛ د نړۍ د حقوقدانانو په وړاندې په جنګ کې د زېږېدلي طالب د کاغذ پرمخ د سیاسي عمق، درایت او لرلید یؤه حیرانونکې برتري.
حوت لسمه؛ پای د افغانانو د پتمن مقدر ټاکنه او د سیاسي درایت او عمق هغه ثمره چې نن یې د ازادۍ، استقرار، اسلامي نظام، سوکالۍ او د وحدت په شتون کې ټول شاهدان یو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx