نظــر

د اوکراین بحران او پر افغانستان يې اغيز

ابو عمر عمران

مقدمه:
د ۲۰۲۲ ز کال د فبرورۍ پر ۲۴ نېټه د فيدراتيفي روسې ولسمشر ولاديمير پوتین سهار وختي د تلوېزون پر پرده راښکاره سو او وې ويل چې د اوکراین د نیولو هوډ نه لري مګر د دغه هیواد پر نظامیانو يې ږغ وکړ چې خپلې وسلې دې پر مځکه کېږدي. لږ وروسته روسي ځواکونو پر خپل چم اوکراین پراخ نظامي بریدونه پیل کړل. روسي ځواکونه پر پوله واوښتل او د اوکرايین لویو ښارونو ته نږدې یې د دغه هېواد پر پوځي مرکزونو او تآسیساتو بمبارونه او توغندي ويشتل پېل کړل. دا جګړه تر اوسه روانه ده او له ځان سره پراخ ځاني او مالي زيانونه لري. همدا ډول ملګري ملتونه وايي له اوکراین د روسیې له یرغل وروسته تر ۵۰ زرو ډېر اوکراینیان تښتېدلي، خو وروستۍ شمېرې تر ۱۲۰۰۰۰ پورې افرادو د تښتېدلو خبره کوي. دا چې د دې جګړې اصلي ريښه په څه کې ده، ولې د امریکا په مشرۍ غرب اوکران ته سرتيري ونه لېږل؟، د افغانستان اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره پدې اړه څه ده؟ او بالاخره د رواني جګړې اغېز به پر افغانستان څه وي، دلته تحليل سوي دي.

د اوکراین د بحران ريښه:
د اوکراین د اوسنۍ جګړې د ريښو په اړه ليدنه څه نا څه فرق کوي. يو شمېر د نظر خاوندان پدې باور دي چې پوتين د توسع طلبۍ په هڅه کې دی او غواړي يوه پراخه جغرافيه يې تر ولکې لاندي وي. په همدې تړاو د امریکا ولسمشر ويلي چې د اوکراین د تيري څخه د پوتین موخه د لوی روسيې احيا ده. یاده ډله کارپوهان د جورجیا د ځينو سيمو او د کريمې يو ځای کولو ته اشاره کوي. دوی زياتوي روسيه غواړي د يادې جګړې په واسطه په سيمه کې د ناټو او امریکا سياستونو ته ضربه ورکړي او په افغانستان کې د امريکا او ناټو په ماتې سره روسيه ښه جرئت منده شوې.

بلخوا بیا ځينې نور پدې باور دي چې د اوکراین د بحران ريښه د ناټو تحریک کوونکو کړنو ته ورګرځي. د دوی په باور د ناټو تحریک کوونکو کړنو د امریکا په محوریت په سيمه کې شرایط کړکېچن کړيدي.
همدارنګه په ملګرو ملتونو کي د روسيې دايمي استازي ويلي چې دا امريکا او ناټو ده چې خپلې وسلې او غربي مشاورين يې اوکراین ته لېږي.

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل، د کرملین اهداف یوازې اوکرایین پورې محدود نه دي او روسیه د ناټو د پراختیا د مخنیوي لپاره د قانوني ضمانتونو په لټه کې دی.
د ناټو مشرانو اعلان کړی چي ختیځې اروپا ته به نور سرتېري واستوي. د ناټو ۳۰مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، “هېڅوک باید د روسیې په درواغو دوکه نه شي”.

دريمه ډله شنونکي دواړه لوري ملامتوي. د دوی په باور د اوکرایین د جنګ اصلي ريښه د ناټو هژموني او د پوتین پان تزاريزم کې ده، روان جنګ د اوکراین جنګ نه بولي، بلکې د دوو هژمونیکو فکرونو جنګ يې بولي او د اکرایین وګړي يې مازي قرباني دي.

د امریکا په مشرۍ غرب ولې اوکراین ته د سرتيرو د استولو په اړه زړه ښه نه کړ؟
اکرایین ته د امریکا او ناټو له لوري د سرتيرو نه استولو یو لوی علت په افغانستان او منځني ختيځ کي د يادي ټلوالي د ستراتېژيو د ناکامۍ او ماتي له امله ده. د امریکا په مشرۍ ناټو د خپل تاريخ تر اوږدې جګړې وروسته چي ځاني او خورا مالي لګښت ئې درلود د افغانستانه په ډېر لوېدلي مورال ووتله.
د ناټو سازمان د اروپا د لوی وچي د غړو تر منځ سياسي او اقتصادي ستونزو هم خپل اغېز درلود. په مجموع کي د ۲۰۰۱ ز کال څخه راپدېخوا د بین المللي نظام بدلون د امریکا په مشرۍ د غرب د امپرياليستي سياستونو له امله د هغوی په تاوان د بدلون په حالت کې دی.

په دې لړ کې تر ټولو مهمه خبر دا ده چې اوکراین د امریکا ګاونډی نه دی او مشترکي پولې ورسره نه لري.دغه هېواد کې د امریکا کومه نظامي اډه هم نسته.اوکراین د تېلو ستراتېژیک زېرمي نه لري او د امریکا ستر سوداګریز ملګری هم نه دی.د کلتور او ژبي له لحاظ هم نسبت روسې ته سره ليري دي. مطلب دا چي ملي منافعې ئې د سرتيرو په استولو کي نه خوندي کيږي.

له همدې امله د امریکا ولسمشر جو بایډن په ښکاره ویلي چي اوکراین ته به ځواکونه وانه ستوي او نه غواړي دې جګړه کي ښکېل سي. د امریکا ولسمشر ظاهراً د دې لپاره ډيريډیپلوماټکي هڅي وکړې چي پر اوکرایین د روسیې د یرغل مخه ونیسي.د هغه ادارې په وار وار د دغه یرغل د احتمال خبرداری ورکړ او دا یې هم وویل چي دا کار به نړیوال نظم له خطر سره مخ کړي.

همدا ډول په امریکا کي ورستۍ سروېګاني ښکاره کوي چي اکثریت امریکایان وايي دغه هېواد باید د روسیې-اوکراین جګړه کي ډېر کم او یا هيڅ رول ونه لري.
بلخوا په يوه ويډیو کي چي تازه په روسي ټولنيزو رسنیو کي ډېر لاس پر لاس کيږ پوتین په شمالي انتلانتیک سازمان کي د اکرایین د نه غړیتوب دلائل وړاندي کوي:
نوموړی وایي د اوکرايين په نظامي دکترین کي ليکل سوي :
لومړی ؛ روسيه دښمنه ده.
دويم؛د کريميا را ګرځول د نظامي لاري ممکن دي.
د هغه په خبره اوس تاسي فرض کړئ چي اکراین د ناټو غړی سو، نو د کریميا را ګرځول د نظامي لاري د روسې او ناټو تر منځ يوه بله نظامي مناقشه سوه.د ناټو د بنسټ لیک ۵مه ماده د دغه سازمان پر یوه غړي برید پر ټولو غړو برید ګڼي او پر ټولو ګډه دفاع الزامي کوي. خو فعلاً اوکراین د ناټو غړی نه دی.
اوسمهال داسي څرګنديږي چي غربیان دوه سياستونه تعقیبوي:
لومړی؛ پر روسې تحریمونه وضع کول.
دویم؛ اکرایین ته د وسلو لېږل تر څو وکولای سي د خپل ځان څخه دفاع وکړي. چي دا چاره ممکن جګړه اوږده کړي.

د افغانستان اسلامي امارت دريځ د اوکراین د بحران په اړه:
د اوکراین د روان بحران په اړه د افغانستان اسلامي امارت دريځ ډېر واضح، نرم، سوله غوښتونکی او موجوده شرایطو ته په کتو سره معقول دی. د بهرنیو چارو وزارت خپل دريځ د مطبوعاتي اعلامې له لاري په لاندي ډول څرګند کړ:
یاد وزارت وايي چي د اوکراین کړکېچ له نيږدې څاري او د احتمالي ملکي تلفاتو په اړه ئې اندېښنه څرګندوي.نوموړي وزارت ويلي دي چې دوى د خپل ناپيلي سياست له مخي د جګړې د ښکېلو اړخونو غوښتنه کوي چي روان کړکېچ د خبرو اترو او سوله ييزو لارو حل کړي.اعلاميې زياته کړې چي افغان حکومت د ښکېلو اړخونو څخه د زغم غوښتنه کوي او پرې ږغ کوي چي داسي دريځونه غوره نه کړي چي د جګړې د شدت لامل سي.افغان حکومت همدا راز د دواړو لوریو غوښتنه کوي چې په اوکراین کي د افغان محصلینو او مسافرو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د اکراین د جګړې اغېز به پر افغانستان څه وي؟
پر اوکرایین تر یرغل وروسته د یرغل اغېزې په نړيواله کچه څرګندي سوې،پر ځینو هیوادونو لږ پر ځينو بیا نسبتاٌ ډېر.د يرغل اغېز د هغه په تداوم يا نه تداوم پوري اړه لري، که یرغل اوږد سي ناوړه تآثيرات به ئې تر ډېرو هیوادونو پوري ورسيږي.
د افغانستان پر مسائلو به هم خپل اغېز ولري. د هغه جملې څخه د بین الملي مرستو او پاملرني کمېدل(د ملګرملتونو او نورو مختلفو بنسټونو په چوکاټ کي) خو برعکس اوکرایینیانو ته به پاملرنه زياته سي. هغه افغان محصلين او کډوال چي په اکرایین، شرقي اروپا نورو هیوادونو او روسيه کي دي د جدي ستونزو به مخ سي،په تیره بیا هغه کډوال چي تازه اکرایین ته رسېدلي وه.دا چي اکرایین د نړۍ شاوخوا ۸۰ فيصده غنم صادروي، د دې صدراتو ټکنی کېدل به په بین المللي کچه پر نرخونو ناوړه تآثير ولري چي د دې منفي اغېز څخه به ئې افغانستان هم خلاص نه وي. د سونګ توکو او وړو په برخه کي به ئې تآثیر ناوړه وي.که په اکرايين کي جګړه واږديږي د افغانانو سره به بشري مرستي ټکنۍ سي خو افغانستان به د غټو قدرتونو د مداخلو څخه څه نا څه د ارام ساه واخلي او د اوسنۍ سياسي رسمي بین المللي انزوا څخه به را ووزي.د لوی قدرتونو له لوري به د شنو څراغونو ورکول به ډېر سي. په واقعیت کي اوسني بين الملللي نظام ته په کتو سره د افغانستان اسلامي امارت لپاره ښه چانسونه شتون لري. د د ې فرصتونه څخه ښه ګټنه تر ډېره بریده د افغانستان اسلامي امارت په داخلي سياستونو پوري اړه لري، که افغانان کور دننه پیاوړي سي په بهرني کي سياست کي ورته د چنې وهلو فرصت ډېريږي، پدې اړه يو مقوله ده : چي بهرنی سياست د کورني سياست هنداره ده.

پايله:
د اکرايين د جګړې اصلي لامل د ناټو هژمونیک او د پوتین پراختيا غوښتونکي سياستونه د ي، چي بنسټيز قربانيان ئې اوکرايينیان دي.
په ياده جګړه کي د امريکا په مشرۍ غرب اکرايين ته د عسکرو نه استول د ا ښکاره کوي چي افغان جهاد غرب او ناټو د پښو غورځولې، همدې ضعف ئې پوتین جرئت مند کړی.دا چي امریکا او روسيه دواړه د هستوي سلا درلودونکي دي نو د دوی د مخامخ ټکر زيان به خورا پراخ او نړۍ شموله وي له همدې امله د مخامخ ټکر څخه ډه ډه کوي.
د یاد جنګ په تړاو د افغان حکومت دريځ منعطف، سوله ييز او بې پرې دی چي په اوسني شرایطو کي معقول دريځ دی.
د ملګرو ملتونو په چوکاټ کي د بشري مرستو په برخه کي به توجه لږ سي او که د اکرایین جګړه اوږديږي د لویو قدرتونو منفي مداخلې به مثبت لوري ته سوک سي.
په اقتصادي او سوداګريزه برخه کي به د جګړې اغېز پر افغانانو زیات وي، په تیره بیا د تیلو، ګازو، وړو او غنمو په برخه کې.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx