شعـــــرونه

شهيده ستا ارمان ته رسېدلي ستا ملګري/ مشفق

فضل باري مشفق

شهيده ستا ارمان ته رسېدلي ستا ملګري
دښمن يې دی مات کړی ځلېدلي ستا ملګري

د تورو شپو له ستونزو ډک مزلونه اوس تمام شول
له سپين سبا سره يو ځای راغلي ستا ملګري
کيسې اوس د دردونو او ويرونو دلته نشته
خوښي لمانځي، خوشال دي موسکېدلي ستا ملګري
خو چا چې ستا د وينو د سودا اراده کړې
هغوی بيا شرمېدلي خدای وهلي ستا ملګري
خو شکر خلک شته دي چې احساس ورسره شته دی
پالي به يتيمان ستا دي ښاغلي ستا ملګري
مشفقه نن چې اخلو له ازاد ژوندون نه خوند
په دې قرباني شوي نازولي ستا ملګري
سه شنبه، د حوت لسمه ۱۴۰۰ لمريز کال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

شهیده ستا ارمان ته رسیدلی ستا ملګری، ته اوس حورو سره لوبی کوه. ستاسو کور کی هم خیریت دی صرف ستا بچیان او کونډه د یوی مړی ډوډی پسی بغاری وهی. مونږه خو الحمدالله خپل ارمان ته ورسیدلو ټول وزیران شوی یو. خو حکومت مو له لمړی دوری څخه هم په خراب وضعیت کی دی حتی پاکستان یی په رسمیت نه پیژنی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx