نظــر

د حوت لسمه

میا نوراغا

په افغاني او د نړۍ په تاریخ کې یوه مهمه ارزښتناک تاریخي ورځ د حوت میاشتې لسمه ده:
دا ډیره عجیبه او تاریخي ورځ ځکه ده چې د نړۍ ټول سیاستمداران مادي فکرونه په اصطلاح روشن فکره نظرونه او لیکوالي تخیلات او تحلیلات یې سرچپه کړل.

هرڅه د اټکلونو خلاف را برسیره شول, د یو ابر قدرت دعوه کونکي د تکبر له خود ساخته خیالي اسماني عرش نه فرش ته راښکته شو, په مادي او د شمیر په لحاظ کمزوری په نیست حساب قوت را پورته شو په پښو ودرید او بالآخره یو میز ته د مذاکرې او توافق لپاره مساوي کیناستل.

لومړی جهت چې د قدرت او مادې له لحاظه پور او مامور او د مستۍ په نیلي سپور و چې په هیچا یې سترګې نه ډکیدې , او نه چا ورته پورته کتلی شو امریکا وه,دوی له غور او پیش سره بیاهم د ناټو اتحادیه له هرې نګاه د ځان ملګرې کړه, په دې یې هم بسنه او نه کړه .
له خلیجي اسلامي هیوادو یې هم قلنګ راټول کړ او تقریبا ټوله نړۍ یې زړه نازړه تر شا ودروله, د دوی په فکر د دنیا تر ټولو کمزوري حکومت حمله آور شول, د دوی د اټکل له مخې ‌د یو څو ورځو جنګ په نتیجه کې به هر څه تر لاسه کړي او حکومت به تسنس کړي.
د وخت پاکستاني دکتاتور د امریکي حامي ریس جمهور جنرال مشرف وویل: دا جنګ نه دی بلکې امریکا د اسلحو مانورې ترسره کوي, خو بیا هم د حکومت سقوط تقریبا دوه میاشتې وخت واخیست, دوی خپلو مخالفینو ته دوه لارې وټاکلې, مرګ او بندیخانه, نور یې د ترحم او انسانیت هیڅ نښان نه وو, سره له دې چې د بشریت لوی دعوه داران او علمبرداران یې ځانونه ښودل, دوی لکه چې خپلو مخالفینو ته د بشر او انسان ګومان هم نه کاوو.

دوی حکومت ونیؤه, ځینې افغاني وجدان پلورونکي اشرباڼي له دوی سره مخکې او وروسته د وطن در او دیار کې په کلو او ښارو کې د وږو لیوانو په څیر د اسلام په نخبهګانو پسې ګرځیدل تر څو یې مړه او یا د تورو تمبو شاته واچوي, همدا رنګه په سختو بمبارونو او چاپو کې په زرهاوو افغانان او مسلمانان شهیدان شول.
اجیرانو او وجدان فروشانو به ورته ویل : غټ بمونه پرې واچوئ, په چوکونو کې یې را ځوړند کړئ, اعدام یې کړئ, د دوی زړونه له کفارو هم سخت وو, همدا رنګه یې محبسونه له مجاهدینو څخه ډک کړل, پلچرخي, باګرام او ګوانتنامو زندانونو په زبان حال د انسانیت بشریت تر خړو منحوسو موزو لاندې پروت حالت باندې ګواهي کوله, د غوښې او وسپنې له ټکر را پیدا کریغو او انګازو یې غوږونه له برداشت څخه غورځولي وو .
په خاکي ځمکه چا د اعتراض سپڼ نشو کولی, د مظلومانو آه ته یوازې خالق او رب الکاینات ځواب وايي: ( لننصرنهم و لو بعد حین ). تقر یبا تر شلو کلو د معرکې ظلم جبر سر شیندنې مقابلې میدان ګرم و.
دوهم قوت چې د اسبابو او د شمیر په لحاظ په نړۍ کې په هیڅ حساب و, خو په معنویاتو سمبال او د ایماني قوې له نګاه نه په خپل وخت کې تر هر چا زیات قوي وو, چې د ایثار قربانۍ سر شیندنې لوړ منارونه وو طالبان وو, د یو فنا في الله بې پروا د الله تعالی په ذات صفاتو او مرسته په خپل وخت کې له هر مشر زیات متیقن او متکي انسان یې رهبری کوله.

دا لوی باعزمه باشهامته ولي الله د اسلامپالنې اسلامي ورورګلوۍ علمبردار لوی ملاصاحب ملا عمر مجاهد رحمه الله و, نحسبه کذالک والله حسیبه, دوی له ظاهری حکومتي سقوط څخه وروسته چې د مسلمانانو په زړونو یې مینه او اطاعت حاکم و, ورو ورو د فاعي جهادي خوځښتونه شروع کړل, قیام او مبارزه یې ورځ تر بلې قوي کېده, د کفري او اجیرو لښکرو له تلفاتو او زخمیانیدو سره د دوی روعب او دبدبه کمزورې کیده, مجاهدین ورځ تر بلې منظم او زړور کیدل, د الله په نصرت د کمو اسبابو په اختیارولو یې د وخت په تیریدو له دښمن څخه لوری ورک کړ.

د بانډو او بازارونو چکرې پرې حرامې شوې, د دوی د اشغال لمن یې تر لویو بیسونو ورټوله کړه, د زخمي وجودونو ډکې الوتکې او د تابوتونو قطارونه یې خپلو ملکونو ته روان شول, په لارو او بیسونه کې له استشهادیانو څخه روغ پاتې نشول.

شپه او ورځ د ډار فضاء پرې حاکمه وه, ځکه خو د اشغالګرو اکثر لښکریان په نفسیاتي رواني رنځ رنځور شول, چې له تیښې وروسته هم سربداله دي او اکثر ځان وژنې کوي, مجاهدینو د جنګ او ایثار میدان ورځ تر بلې قوي کړ, چې له ډیر درد او وارخطایي نه وروسته امریکان ورو ورو د غرور له نیلي په راښکته کیدو شول.
هغو خلکو ته په رسمي دفتر او مذاکراتو قائل شول چې غیر له مرګ او بند څخه یې بل انتخاب نه ورته لاره, فلله الحمد والمنة, دوی ته مست غرور د ماتې منلو اجازه نه ورکوله.

خو الهي نصرت د دوی پښې ولړزولې چې له اوږدو مذاکراتو وروسته یې طالبانو سره له یو چت لاندې یو میز ته په ناسته کې د خپلې ماتې او اشغال پای لاسلیک کړ, چې دې سره د دوی منحوسې طرحې او پلانونه له خاورو سره خاورې شول.

د اټکل کونکو اټکلونه,د تحلیلګرو تحلیلونه, د روشن فکرو نظرونه غلط او معکوس تعبیر شول, او یوځل بیا نړۍ د ایمان او اسبابو په معرکه کې د ایمان بریا په رڼا ورځ په غړیدلو سترګو وکتله, دا د حوت 10 ورځ وه چې نړۍ او بالخصوص افغانان به یې هیڅکله هم هیره نه کړي, بلکې هر کال به یې لمانځي, له دې وروسته د کال په تیریدو مغرور اشغالګر ګوډ مات مړه څټي مړ ژواندي او نامراده خپلو وطنو ته ستانه شول, افغانانو د خپلو نیکونو تاریخ ژوندی کړه, د الله ژمنه او د اسلام سپیڅلتیا او برم یې په نره ټولې نړۍ ته ثابت او لکه لمر روښانه اوښود.

و الحمدلله علی جمیع نعمه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx