دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام دويم خليفه حضرت عمر رضي الله عنه

محمدالله عباس

نوم يې عمر كنيت يې ابو حفص او لقب يې فاروق و , د پلار نوم يې خطاب او د مور نوم يې ختمه وه. د نسب پوره كړۍ يې داسې ده :عمر بن الخطاب بن نفيل بن عبدالفرى بن رباح بن عبدالله بن قرط بن رزاح بن عدي بن كعب بن لوئ بن فهر بن مالك. دعدي دوهم ورور مُره و چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د نيكونو څخه شمېرل كيږي ,له همدې امله د حضرت عمر رضي الله عنه نسب په اتم پښت کي د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يو ځای کيږي.

حضرت عمر رضي الله عنه د نبوي هجرت څخه څلويښت كاله د مخه دې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي. د ځوانۍ عمر يې په شريفو عربو كې د وتلو زده كړو لكه د نسب د زده كړي ,سپه ګري ,پهلواني ,او خطابت غوندې د شريفانه اعمالو په كولو كې تېر كړ او په دې علومو كې يې وتلى نوم او لوړ مقام تر لاسه كړ. پر پورتنيو علومو سربيره د حضرت عمر رضي الله عنه ليك او لوست هم زده و، دى د هغو کسانو له ډلي څخه شمېرل كيږي، چي د جاهليت پر مهال يې ليک او لوست زده كړی و.

هغه به دجاهليت په زمانه كې هم د خپل فكري تدبر ,سالم عقل او لوړې حوصلې درلودولو له امله په ټولو مهمو مسائلو كي د قريشو د سفير او دريم ګړي په توګه ټاكل كيده او د خپل خدای وركړي معامله فهمۍ او تجربې له امله به يې ډيرې لويې لويې مسئلې په خورا لږه موده كې حل كولې.

د حضرت عمر رضي الله عنه د عمر اووه ويشتم كال و چې د عربو د جاهليت په تورو ډګرونو د اسلام روڼ لمر وځليد او د مكې له هرې درې څخه د توحيد ازانګې خپرې شوې , د نورو مشركينو په څير حضرت عمر رضي الله عنه ته هم د توحيد دې اوازونو خوند نه وركاوه او تل به د داسې اوازونو له اوريدو څخه په غصه كيده , او دې اوازونو ته به يې د كركې په سترګه كتل , آن تردې چې د خپلې كورنۍ يوه مينځه (بسينه) يې داسلام د راوړلو له امله د سزا وركولو په توګه دومره ووهله چې مرګ ته يې نژدې كړه.

د جاهليت پر مهال د حضرت عمر رضي الله عنه د اسلام دښمنۍ په اړه د سيرة پوهانو له لورې د حضرت عمر رضي الله عنه يوه وتلې كيسه ليكل شوې چې رانقلول يې اړين بولم :
” كله چې حضرت عمرفاروق رضي الله عنه وليدل چې اسلام ورځ تر بلې مخ په وړاندې روان دى نو فكر يې وكړ چې د اسلام د وركولو لپاره د رسول الله صلى الله عليه وسلم (وژل) ډير ضروري دي نو د همدې ناوړې موخې د پوره كولو لپاره يې خپله توره تر ملا وتړله او روان شو. كله چې يې څه سفر وكړ نو په لاره كې له نعيم بن عبدالله سره مخامخ شو, هغه چې د ده حالت وليد نو پوښتنه يې ځنې وكړه چې خير خو به وي ؟ حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل چې غواړم د حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) کپسه ورختمه کړم په همدې موخه له كوره راوتلى يم.

نعيم ورته وويل چې ته لومړى د خپل كور خبر واخله ستا خور او خاوند دواړه مسلمانان شوي دي, حضرت عمر رضي الله عنه چې دا واوريدل نو راستون شو او د خپلې خور كور ته په داسې حالت كې راورسيدو چې هغې د قرآنكريم تلاوت كاوه خو چې کله يې د حضرت عمر رضي الله عنه د قدمونو غږ واوريده نو پټه خوله شوه او قرآني ورقې يې پټ ځای كيښودې.
خو حضرت عمر رضي الله عنه د دې غږ اوريدلى و نو ورڅخه ويي پوښتل چې دا اواز دڅه شي و؟ خور يې ورته وويل د هيڅ شي هم نه و , حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل چې زه خبر شوى يم چې تاسې دواړه (مرتدان) شوي ياست ؟ يعنې اسلام مو منلې دی, له دې وينا سره سم حضرت عمر رضي الله عنه د خپلې خور له خاوند سره لاس او ګريوان شو كله چې يې خور خلاصي ته راغله نو هغه يې هم دومره ووهله چې آن ويني يې پرې وبهولې.
خو له دې وهلو سره نه يواځې دا چې د دوې دواړو له اسلام سره په مينه كې كوم كمى رانغى بلكې خور يې ورته وويل عمره : چې څه كولای شې ويې كړه اسلام اوس زموږ په زړه او د وينو په رګونو كې ځای نيولى چې هيڅ د وتو لار يې نشته . د خور دې خبرو د حضرت عمر رضي الله عنه په زړه ډېر اثر وكړ او د ورورولۍ له احساس نه په ډكو كتلو سره يې خپلې خور ته وكتل چې ويې ليدل د هغې له زخمونو څخه سرې وينې دارې وهي نو زړه يې نور هم نرم شو او خپلې خور ته يې وويل چې تاسې چې څه تلاوت كول هغه ماته هم راوښاياست هماغه ؤ چې خور يې (فاطمې) ورته د قرآنكريم اجزا په مخكې كيښودل نو د سورة الحديد دا آيت شريف (سبح لله مافي السماوات وما في الارض) ليكلى و او له دې يوه يوه توري څخه د هغه په زړه كې دومره رعب ډيريدو چې كله د(آمنوا باالله ورسوله) آيت ته ورسيد نو بې اختياره يې چغه كړه چې (اشهدان لااله الاالله وان محمدا رسول الله).

دا هغه مهال و چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دصفا تر غره لاندې د ارقم بن ارقم رضي الله عنه په كور كې تشريف درلود ,حضرت عمر رضي الله عنه چې كله هلته ورغى نو دروازه يې ور وټكوله څرنګه چې د حضرت عمر رضي الله عنه توره په لاس كې وه نو ځينې صحابۀ كرام ده ته دننه د اجازې وركولو په اړه متردد شول ,ليكن حضرت حمزه رضي الله عنه وويل چې راپرې يې ږدئ كه هغه مخلصانه راغلى وي نو ډيره ښه او كه يې نيت خراب وي نو پخپله توره به يې سر ور پرې كړم ,كله چې حضرت عمر رضي الله عنه پښه دننه كيښودله نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته رامخكې شو او له لمنې نه يې ونيو او ورته ويې وفرمايل وايه عمره په كومه موخه راغلى يې ؟

حضرت عمر رضي الله عنه چې د نبوت دغه له جلاله ډک غږ واوريدو نو په رپيدا شو او په ډېره عاجزۍ سره يې وويل (ايمان راوړلو ته راغلى يم) د دې خبرې له اوريدو سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم په بې اختياره توګه د (الله اكبر) دومره زوروره ناره وكړه چې شاوخوا ټول غرونه د هغه له اوازه ولړزيدل.
د قريشو دوه لويو سردارانو ته ( ابو جهل او حضرت عمررضي الله عنه )ته رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې تورو سره دعاء كړي وه چې:
(اللهم اعز الاسلام باحدالرجلين اما ابن هشام واما عمر بن الخطاب) ژباړه: اې خدايه اسلام ته د قريشو له دوو سړو نه په يوه سړي سره عزت ور وبخښه يا په ابن هشام (ابو جهل) يا په عمر بن الخطاب ؛ د رسول الله صلى الله عليه وسلم د همدې دعاء بركت و چې حضرت عمر رضي الله عنه د اسلام سپيڅلى دين ومانه او زړه يې د شريعت په حقو لارښوونو سره سپين وځليده.
عامو مؤرخينو او سيرت پوهانو ليكلي چې د نبوت په اووم كال حضرت عمر رضي الله عنه اسلام راوړ او تردې دمه نژدې نهه ديرشو كسانو ايمان راوړى وو چې حضرت عمر رضي لله عنه يې څلويښتم تن شو. كله چې د حضرت عمر رضي الله عنه د اسلام راوړلو خبر قريشو ته ورسيده نو هغوی ډير وځوريدل او ويل به يې چې (صبا عمر) عمر بې دينه شوې – نعوذباالله,
ميرمنې يې :
حضرت عمر رضي الله عنه په مختلفو وختونو كې له يوه نه ډير ودونه كړي وو,چې تفصيل يې په لاندې ډول بيانيږي:
زينب: د عثمان بن مظعون خور په مكه كې مسلمانه او هم هلته په حق ورسيده.
قريبه بنت ميته المخزومي: د اسلام د نه منلو له امله يې طلاق وركړ.
۳- مليكه بنت جرول: د اسلام د نه منلو له امله يې طلاق وركړ.
عاتكه بنت زيد: د دې نكاح لومړى له حضرت عبدالله بن ابي بكر رضي الله عنهما سره شوې وه خو وروسته بيا د حضرت عمر رضي الله عنه په نكاح كې راغله .
ام كلثوم: چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم لمسۍ او دفاطمې رضي الله عنها لور وه حضرت عمر رضی الله له نبوي كورنۍ سره د تړاو پيداكولو په خاطر په ۱۷ هجري كال كي د ۴۰ زره مهر په بدل په نكاح كړه.

اولادونه يې:
د حضرت عمر رضي الله عنه په كورنۍ كې حضرت حفصه رضي الله عنها ځكه تر ټولو غوره وه چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په زوجاتو مطهراتو كې ګډه وه ,له همدې كبله حضرت عمر رضي الله عنه خپل كنيت هم د هغې په نامه ايښى و.
د نارينه اولادونو نومونه يې دادي : عبدالله ,عبيدالله,عاصم ,ابوشحمه عبدالرحمن ,زيد,او مجير ,په دې ټولو كي عبدالله ,عبيدالله او عاصم د خپل علم, او نورو ځانګړتياوو له كبله ډېر وتلي وو.

د حضرت عمر رضي الله عنه ځانګړتياوې:
۱: حضرت عمر رضي الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه و چې په دنيا كې ورته د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې د جنت زيرى وركړل شوى و .
۲: حضرت عمر رضي الله عنه ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم د خسرتوب وياړ ورپه برخه شوى و .
۳: حضرت عمر رضي الله عنه ته په لومړي ځل د اميرالمؤمنين لقب وركړل شو .
۴: حضرت عمر رضي الله عنه ته د اسلام د دوهم خليفه وياړ ورپه برخه شو .
۵: په ډېرو احكامو كې د حضرت عمر رضي الله عنه رايه له قرآنكريم سره موافقه وه لكه د ښځو د پردې مسئله او داسې نور ډير مسائل.
۶: ډېر فتوحات د حضرت عمر رضي الله عنه په زمانه كي وشول .
د حضرت عمر رضي الله عنه له مسلمانيدو سره سم د اسلام يوه نوې دوره پيل شوه , تر دې دمه څه دپاسه څلويښت تنه مسلمان شوي وو نو دا خو پريږده چې په ښكاره ډول چا خپل عبادات او مذهبي مراسم نه شوای اداء كولاى بلكې چاته د خپل اسلام ښكاره کول هم له ويرې نه خالي نه و خو په داسې حالاتو كې يوازې حضرت عمر رضي الله عنه و چې ټول مشركين يې رايو ځای كړل او په لوړ غږ يې هغوی ته د خپل اسلام راوړو خبر وركړ.

رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د حضرت عمر رضي الله غنه ژوند:
له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د ژوند پر وخت د ایمان او يقين د څښتنانو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د منونکو کسانو له ډلې څخه و. د اسلام د دښمنانو په وړاندې يې سخت او پريکنده دريځ درلود. د حق په وينا کې پياوړی او د هغه څه پلي کولو ته چې د الله له لوري يې حکم کيده، پوره ژمن و. حضرت عمر رضی الله عنه په ټولو غزاګانو کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ګډون کړی. رسول الله صلی الله عليه وسلم به د هغه ستاينه کوله. د بيلګې په ډول: الله جل جلاله حق ته د عمر په ژبه او زړه کې ځای ورکړی ، او د ده په وسيله يې حق له باطل څخه بيل کړی دى.

د حضرت عمر رضي الله عنه د هجرت واقعه:
د حضرت عمر رضي الله عنه د هجرت واقعه هم ډېره عجيبه ده ، چې له دې نه د هغه شجاعت او زړورتيا ښه معلومېږي؛ حضرت على رضي الله عنه وايى ، چې لومړی به خلکو په پټه هجرت کاوه ، خو کله چي حضرت عمر رضي الله عنه مسلمان شو او د هجرت حکم ورته وشو نو په دا ډول يې د خپل هجرت شروع وکړه ، چې توره يې په غاړه کړه ، غشي او لينده يې له ځان سره واخستل له ټولو نه لومړی د بيت الله شريف طواف ته ولاړ او هلته يې لمونځ وکړ او وروسته بيا د قريشو مشرکينو ته ورغی او ورته وې وويل : که څوک دا غواړي چې مور دې ورپسي وژاړي ښځه دې يې کونډه شي او اولادونه دې يتيمان شي نو د مکې نه دې د باندې د عمر مخه ونيسي او د هغه مقابله دي وکړي ، خو په ټولو مشرکينو کي هيچا په ځان کي دومره همت نه ليده ، چي د خضرت عمر رضي الله عنه مقابلې ته دي را و دانګي او د ده سره دي مقابله وکړي. نو ځکه عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د حضرت عمر رضي الله عنه په اړه فرمايي : د عمر رضي الله عنه اسلام راوړل د مسلمانانو په ګټه و ، د هغه هجرت د مسلمانانو مدت او د هغه خلافت د مسلمانانو لپاره رحمت وو.
په لاندې غزاګانو كې حضرت عمر رضي الله عنه ګډون كړى و:
د بدر وتلې غزا , د اُحًد وتلې غزا , د خيبر په پيښه كې كې هم حضرت عمر رضي الله عنه ګډون درلود , د مكې له فتحې وروسته د هوازن په نښته كې چې په غزوۀ حنين باندې شهرت لري هم حضرت عمر رضي الله عنه سرلښكر و , په حجة الوداع كې حضرت عمر رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ملګرى و ,همداراز د حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په زمانه كې چې څه پيښې شوي دي نژدې په ټولو كې حضرت عمر رضي الله عنه ګډون كړى و.

د شهادت پيښه يې:
د مغيره بن شعبه رضی الله عنه يو فارسي غلام چې فيروز نوميده او ابو لؤلو يې كنيت و حضرت عمر رضي الله عنه ته راغى او د خپل آقا ګيله يې ورته وكړه ” چې هغه په ما خورا ډير محصول ټاكلى، خو څرنګه چې د ابولولو دا ګيله بې ځايه وه ځكه نو حضرت عمر رضي الله عنه ورته وفرمايل چې ته خو كسب كوونكى سړى يې پر تا دا محصول ډېر نه دى ابو لولو د حضرت عمر رضي الله عنه په دې خبره ډېر خپه او په قهر شو هماغه و چې د سهار د لمانځه پر مهال يې پر حضرت عمر رضي الله عنه د خنجر شپږ پرله پسې وارونه وكړل ,نو حضرت عمر رضي الله عنه د زخمونو د ورپيښيدو له امله ولويده او د لمانځه د اداء كولو لپاره حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه مخكې شو.

د ابولولو د خنجر زخمونه ډېر ژور وو ځكه نو درې شپې وروسته حضرت عمر رضي الله عنه د محرم په لومړۍ نېټه د هفتې په ورځ په ۲۴ هجري كال كې د شهادت لوړ مقام ته ورسيد. او د خپل محبوب صلى الله عليه وسلم په خوا كې خاورو ته وسپارل شو.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx