افغانستان

افغان سفارت وايي د پاکستان له زندانونو يې۲۴۰ افغانان راخوشې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ کب، ۱۴۰۰ل): په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې د پاکستان له زندانونو يې ۲۴۰ افغانان راخوشې کړي دي.

افغانستان سفارت پر خپل تویټر لیکلي دي چې دغه افغانان پاکستان ته په ناقانونه توګه د داخلېدو په تور د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي ول چې د دوی په هڅو بېرته خوشې شول.

افغان سفارت زیاته کړې چې نیول شوي کسان د ډیره اسماعیل خان په مرکزي زندان کې ساتل شوي وو او  په دوی کې ۲۶ ماشومان او ښځې هم شاملې وې.

پاکستاني مسوولینو ویلي دي چې دغه افغانانو له قانوني اسنادو پرته هڅه کوله چې جنوبي وزیرستان ته داخل شي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان سفارت په دې وروستیو کې د ویزو د ورکړې لړۍ په کمساري ډول ورو کړې ده او له همدې کبله افغانان د سپین بولدک-چمن له لارې په ناقانونه توګه پاکستان ته ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx