نظــر

د حوت لسم؛ د تاریخ یو بل زرین باب او یادګار!

حمادافغان شیرزاد

د تاریخ په اوږدو کې د بیلا بیلو اړخونو، هیوادونو او خوځښتونو تر مینځ د سولې او روغې/ جوړې بې شمیره تړونونه شوي، چې ځینې یې کامیاب او ځینې یې بیا تر اوله د لا سختو جګړو لامل شوي. دا چې د تړونونو رواج له ډېر پخوا را روان دی او په نتیجه کې یې ښکیل اړخونه هغه عوامل له منځه وړي چې دوی یې جګړې ته اړ کړي، نو دلته هم موږ د همداسې یو تاریخي تړون یادونه کوو.

افغانستان د سیمې او نړۍ یو مهم او ستراتیژیک هیواد دی، چې هر وخت د نړۍ آبر قدرتونو یې د نیولو ناکامې هڅې کړي؛ چې ورته د سر او مال په ستره بیه او تاوان تمامې شوي، که انګریز و او که روس دلته د خپل زور آزمایي وکړه؛ خو د ناکامۍ او ذلت پرته یې هیڅ هم تر لاسه نه کړل، لا دلته او په نړۍ کې د هغوی د شرمونکې ماتې کیسې کېدلې او خلکو یې د عبرت مثالونه وېل؛ چې د نړۍ بل زبر ځواک د جهان د نورو اشرګرو سره په دې ټاټوبي خپل نجس قدمونه کیښودل او د وحشت ستر داستانونه یې ثبت کړل .

خو دا چې دې شهید پرورې او اسلامپالې خاورې کله هم د پردیو ولکه او زورواکي نه ده منلې؛ نو په وړاندې یې د تاریخ ستره معرکه پیل شوه. جهاد وشو، قربانۍ ورکړل شوې، کلي او کورونه مو وران شول، بازارونه مو ونړېدل، د ناویانو د ودونو، د دستاربندیو او خوشحالیو محفلونه مو بمبار شول، د جنازونو قطارونه ووتل او هر طرفته د ویر او بې وزلۍ چیغې وې؛ خو دې ولس ماته ونه منله، سر یې خم نشو، بلکې دښمن آخر هم د خپلې ماتې منلو لپاره مجبور او وشړلو. لله الحمد.

دا چې امریکا افغانستان ته د بیلا بیلو سوچونو، فکرونو او خوبونو سره راغلې وه، چې دلته مقاومت او سپیڅلې مبارزې یې زیاتره هماغسې خوب او خیال پاتې کړل؛ نو د خپلې شرموونکې ماتې او ناکامۍ د پټولو لپاره یې مذاکراتو او تړون ته مخه کړه، غوښتل یې چې دلته هم دا ولس تېر باسي او خپله ناکامي په بریا بدله کړي، خو دا چې د قربانیو او سپیڅلو وینو برکت وو، د افغانستان غیور او متدینو مشرانو دا ډګر هم وګټلو او دې ستر اشغال او ناورین ته یې په همدې ورځ دوه کاله دمخه د پای ټکې کیښود. افغانستان آزاد او افغانانو د تاریخ یو بل ویاړ او افتخار هم ترلاسه کړ.

دا چې اشغالونه او جګړې ډېرې بدې ناخوالې او نوې پدیدې زیږوې، افغانستان هم د تیر څلویښت کلن خونړي انقلاب سختې او بدې ناخوالې ولېدلې او دلته یې بیلا بیلې ډلې، ټپلې او فسادونه وزیږؤل، اوس بیا د یو بل پړاو پر لور روان و، د سیمې او نړۍ هیوادونه او استخباراتي کړیو په دې هیواد کې د خپل نفوس د پراخولو کوښښ کولو، ځینو یې بیا د تجزیې خوبونه لیدل؛ خو دا هر څه د یو چا په مبارزې او سیاسي هلو/ ځلو پای ته ورسېدل.

د حوت او یا کب لسمه هغه ورځ ده چې باید یاد یې د تاریخ په زرینو پاڼو کې، د سرو زرو په اوبو ولیکل شي، ولې چې په پایله کې یې د اشغال ټغر ټول، له هیواده مو د وحشت، ظلم، جبر، فساد او نورو جرائمو لمنه ورټوله شوه، ښاري امن او ثبات نافذ او نور دلته د جنائزو هغه قطارونه ودرېدل چې هره ورځ به یې په ټول افغانستان کې د خلکو له سترګو اوښکې روانې کړې وې. هیواد بشپړ آزاد او د امن بیرغونو د هندوکش پر سر هم رپا وکړه.

دا ویاړمنه او پرافتخاره ورځ دې ټول افغان ولس ته بیا بیا مبارکه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx