نظــر

د حوت لسمه؛ هغه تړون چې د حدیبې یاد پرې تازه کېږي

عزام حقاني

هغه ورځ چې د نړیوال استکبار فرعونیت او راج رسمي زوال په کې پیل شو.

نړیوال اعتبار یې زیانمن او مخ پر رکود روان شو.
له همدغې ورځې د امریکا مخالفو جهتونو د امریکا په خلاف علني میدان کې ښکاره مخالفت شروع او دا دی نن یې ګورو چې روسانو د امریکا پر حلیف حمله کړې، او امریکا یې ګورې خو څه نه شي کولی.
د حوت لسمه هغه تاریخي او له ننګونو ډکه ورځ وه چې نه یوازې د افغانستان ولس د وخت د ظالم او غاصب له ناروا تسلط څخه د ازادۍ تاج پر سرکړ، بلکې د دنیا ټولو محکومو ولسونو ته یې د مبارزې او حریت پیغام ورکړ او نن یې ګورو چې د امریکا هیژماني د زوال، نړیوال نظم د مختل کېدا او د ناټو اتحادیه د پاشل کېدا سره مخ او نړۍ د څو قطبیت خوا ته روانه ده.

د حوت لسمه په افغانستان او نړۍ کې د تحولاتو، بدلونونو او د کبرجن د کبر د نسکورېدلو ورځ وه.
د حوت لسمه هغه ویاړمنه ورځ وه چې ثابته یې کړه ازادي او استقلال په زاریو، پرلتونو، احتجاجونو نه بلکې د تورې او ټوپک په زور د منظمې، منسجمې، متحدې او مخلصې قربانۍ او مبارزې له طریق نه اخیستل کېږي.
د حوت لسمه چې د اشغال په وړاندې د مسلحانه مقابلې د پیل او پای ورځ وه، دا یې وښودله چې د سهي او روڼې تګلارې او منهج پر اساس پیل شوی مقاومت هرو مرو د بریا تر درشله رسېدونکی دی.

د حوت لسمه د حق د کامیابۍ او باطل د شکست ورځ وه.
هغه ورځ وه چې کفر د حق په وړاندې د ماتې سلامي وکړه.
همدغه ورځ عامل شوه چې افغانستان ته یې اسلامي نظام راووړ، د قدرت جزایر یې ختم کړل، له نړۍ سره یې د متقابل احترام پر بنسټ ولاړو اړیکو دروازه پرانېزله.

د حوت لسمه د عزت اعاده، د خپلواکۍ اخیستلو او د افغان قوم په تاریخ کې د درېمې امپراطورۍ د شکست ورځ وه.

د حوت لسمې ثابته کړه چې ازادي د انسان فطري حق دی، خو ساتل او اخیستل یې قرباني غواړي، چې افغان قوم وښودله چې په ازاده فضا کې د رب عبادت لپاره تر تخیل او د عقل تر ادراک لوړې قربانۍ ورکولی شي او ورکړې یې دي.

د حوت لسمه:
لکه څنګه چې له افغانستان څخه د امریکایي اشغال د خاتمې د تړون په نوم یادېږي، همداسې د مقتدر اسلامي نظام او حکومت د تأسیس لپاره د يو پُل حیثیت هم لري.
له همدغه وخت نه د ااا رهبري د نوي جوړېدونکې نظام د اقامې او تکمیل لپاره په کور دننه او بهر پراخ سیاسي تحرکات پیل کړل.

همدغه تواقنامه وه چې له افغانستان څخه یې د بهرنیانو د مداخلې لاسونه لنډ کړل، د مسؤولانه خارجي سیاست دریڅه یې پرانیستله.
په نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې د افغانستان تیت او ورک تصویر د را پورته کېدا باعث شوله.
د دوحې تړون له ځانګړتیاوو څخه دا وو چې دواړه اړخونو ته مسؤولیتونه او مکلفیتونه متوجې وو، د څه ورکړه او څه واخله اصل په اساس تر سره شول، یعني: امریکا به د افغانستان د ځمکني او فضایي بشپړتیا او بهرني سیاست په خلاف ځواک نه کاروي او هم به د افغانستان په کورنیو مسایلو کې مداخله نه کوي، او اسلامي امارت به د امریکا او متحدینو په خلاف د افغانستان خاورې څخه ګواښ نه پېښوي.
بله مهمه ځانګړتیا یې د تخطیو د مخنېوي لپاره د تضمینونو شتون وو چې تړون ته یې اهمیت او قوت وربښلې و.
دا عهدنامه وه چې په نړیواله سطحه یې افغانستان ته یې د مستقل خارجي سیاست دروازه خلاصه کړه.

د دې تړون يوه ډېره اهمه ځانګړتیا د دې توافق لیک تعمیل وو چې د جانبینو لخوا یې بندونو او مادو ته رعایت وشو، په جهاني سطحه ډېر کم تړونونو دي چې تر پایه دې عمل ورباندې شوی.
دا تړون و چې افغانستان ته یې بعد له څلورو لسیزو جنګ جګړو، بد امنیو، ملوک الطوایفۍ، لنډغریزم، مافیایي او استخباراتي کړیو له فعالیت څخه خلاصون وباښه او یو داسې نظام حاکمیت ته لار هواره شوه چې له لسیزو وروسته یې د افغانستان ټوله جفرافیه له حاکمیت څخه دباندې نه ده پاته.
په ټوله هېواد کې سر تاسري امنیت بر قراره شوی، د واک جزایر ختم شوي، د افغان ملت د اقوامو او استازو څخه جوړ سوچه اسلامي افغاني حکومت قائم شوی.
دا ټولې ښېګڼې او لاسته راوړنې د دوحې د توافقنامې مزایا دي چې نن ترې برخمن یو.

خلاصه دا چې افغانانو ته د هېواد د پرمختګ او نظام د قوت فرصتونه برابر شوي او یوه با امنه فضاء قائمه شوې ده.

بناء:
‏موږ به داسې یو نظام، ټولنه او حکومت جوړوو چې له غربي نظامونو، حکومتونو او ټولنو سره د ژوند په ټولو مرحلو او میدانونو کې توپیر ولري.
داسې یو ازاد، مستقل، مرفه حکومت او هېواد به جوړوو چې د نړۍ د مسلمانانو لپاره د سیاست، اخلاقو، اقتصاد، تعلیم، پرمختګ او دین د تعمیل په برخه کې یوه الګو او نمونه وي.
بنآء د داسې لوړو صفاتو لرونکی نظام او ټولنه رامنځته کول د یوې ورځې، میاشتې او کال خبره نه ده، بلکې اوږدې مودې ته اړتیا ده، باید حوصله او مجاهده وکړو.
دلته زیات وکم څلور لسیزي پر جاهلیت بنآء ولاړو نظامونو او مفکورو حکومت کړی او د جاهلیت خوراوي ته یې زیات کار کړی.
په همدې اساس نوی نظام به په تدریج سره د کمال خوا ته حرکت کوي.
ذهن سازي، عقیده صفایي او ترمیم، قانون تطبیقول او اسلامي ښوونه او روزنه او د دیني احکامو نافذول به کوي.

د تلپاتې اسلامي اقتدار په امید!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx