
د اشغال د خاتمې د دویمې کلیزې په پار د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني پیغام!
ډېرو قدرمنو هېواد والو!
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
د کب لسمه د افغانانو لپاره د خوشحالۍ ورځ ده، دا ورځ نړۍ ته دا پیغام ورکوي، چې افغانان الحمدلله د جهاد په ډګر کې غښتلي دي او په ټوله نړۍ یې جهاد، د افغان ولس غیرت، د ازاداۍ فکر، جذبه او اسلام منلي دي.
دغه راز افغانانو ټولې نړۍ ته دا پیغام هم ورکړ، چې د مذاکراتو په برخه کې هم همدومره پیاوړي دي، لکه څومره چې د جهاد په ډګر کې غښتلي او پیاوړي دي.
څرنګه چې افغانان په خپل همت سره د جهاد فکر پر ټوله نړۍ منلی شي او نړیوال هم په دې خبره اقرار کوي؛ نو همدارنګه افغانان په خپل همت او استعداد سره دا هم کولی شي، چې دنیا ته دا ثابته کړي، چې د مذاکراتو په برخه کې هم پیاوړي دي.
دا د اسلامي امت لپاره هم یو ستر درس دی، اسلامي امت باید د جهاد په ډګر کې خپل همت له لاسه ورنکړي او تل له اسلام او خپل هېواد څخه دفاع وکړي.
د کب لسمه د نړۍ کفري طاقتونو ته هم یو پیغام لري؛ هغه دا چې افغانان په هېڅ قیمت له اسلام څخه تېریدونکي خلک نه دي. افغانانو د اسلام لپاره د روسیې له سرو لښکرو سره ۱۴کاله او همدارنګه د امریکایي ښکېلاکګرو او د هغې له متحدینو سره یې پوره ۲۰ کاله مبارزه وکړه.
لکه څرنګه چې اسلام زموږ لپاره د جهاد په ډګر کې هدایت او مشعل دی، دغه راز د مذاکراتو په برخه کې هم باید ترې ګټه واخلو.
اسلام داسې یو جامع دین دی، چې د ژوند په ټولو برخو کې زموږ لپاره قانون او دستور دی او نن ټوله کفري نړۍ د انسانانو په لاس جوړو شویو نظامونو څخه تر پوزو راغلې، د دنیایي نظامونو بدیل ګوري او اسلام یوازینی هغه نظام دی، چې بشریت ته نجات ورکولی شي، امت ته د زړه ډاډ او تسلي ورکولی شي او د بشریت د دارینو کامیابي پکې نغښتې ده.
د تاریخ په اوږدو کې افغان غیرتي ولس د اسلام او اسلامي نظام لپاره مبارزه کړي او د دې نظام د بقاء لپاره به دا مبارزه جاري ساتي.
په درناوي
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر
مولوي عبدالباقي حقاني
محترم وزیر صاحب ډېرې مشهورې او معروفې او ټول منلې خبرې کړې دي،،، جزاه الله خیرا
هیله ده د لوړو زده کړو په دایره کې پنځونې وکړي او د هېواد د ابادی له اړتیاوو سره متناسب داسې شرایط برابر کړي چې په کم وخت کې ډېر کدرونه وروزل شي او نتیجه یې په عمراني جهاد کې وځلیژي.