نظــر

د کب لسمه د امریکا د زوال پيل!

زاهد افغان

یو مهال و چې نړیوال استکبار مغروره امریکا د خپل غرور په نشه کې داسې ډوبه تللې وه چې د نړۍ په مخ له بل هر شته واکمن او ځواکمن څخه یې بې پروایي اعلان کړه.

د زمانې دې وحشي فرعون په زغرده خپله خدایي اعلان کړه او دایې وویل چې څوک زمونږ په لور نه ځي او زمونږ غلامي ونکړي نو هغه به وژل کيږي او د ځمکې په مخ به دوی ته د ژوند کولو حق نه وي؛ بس د همدې خمار په نشه کې یې د افغانستان په پاک حریم یرغل وکړ.

دلته یې د خپلو داخلي غدارانو او خاینانو په ملګرتیا چې په راس کې یې خاین حامد کرزی او د شمالي ټلوالې لنډغر او خاینان وو؛ په دې هېواد کې د مظلومانو په وینو بهولو پیل وکړ، په سلهاوو زره مسلمانان یې د خپل شل کلن اشغال په دور کې په شهادت ورسول ډول ډول وحشتونه یې تر سره کړل، اسلامي او افغاني ارزښتونه یې تر پښو لاندي کړل آن تر دې چي د الله ﷻ وه مقدس کلام ته یې هم په څو ځله سپکاوی وکړ، لنډه دا چې له هېڅ ډول ظلم او و حشت څخه یې دریغ ونکړ.

د دوی د وحشتونو دا لړۍ بیا هغه مهال څه نوره هم وغزېده چې په دې پاکه خاوره کې د زمانې تر ټولو بدنامې او غلامې څېرې اشرف غني خاین نمایشي واک تر لاسه کړ؛ ده د خپل بادار د راضي ساتلو لپاره د دې خاورې په مظلومانو لا زیات وحشتونه پیل کړل او ددې کار لپاره یې بېلابېل وحشیان او ځناور صفته داړماران وروزل او د هغو په وسیله یې څو کاله نورهم د دوې ملت وینې وزبېښلې.

خو د لوی الله ﷻ په فضل او نصرت سره په دې خاوره کې داسې لوړې هستی هم وې چې لوړ اېماني ځواک او په الله تعالی توکل یې د مغرور دښمن له واک او ځواک څخه بې پروا کړي وو؛ د نړۍ هېڅ قوت ته تسلیم نشول، په خالي لاس او نشت وسایلو یې د نړۍ ستر تکنالوژيکي قوت سره ډغره ووهله.

د باتور اولس له غېږې را پورته شوي د الله ددین دې لښکر په رب تعالی توکل دې ته وهڅول چې د کفر په مقابل کې ودريږي، مقابله یې پیل کړه، د الله ﷻ په دين یې ځانونه ځار کړل، سرونه یې ترې قربان کړل، له ځانو څخه یې باروتي جامې تاو کړې خپل سرونه یې د الله د دین د ساتنې په موخه په لاسونو کې ګرځول تر دې چي د کافرانو په ځالو به د ابابېل د لښکرو په شان ورمات شول او مغرور دښمنان به یې رېز مرېز کړل.

د حق دې لښکر د یو ملنګ امير تر قیادت لاندې تر هغه مبارزه وکړه تر څو الله ﷻ د دوی نصرت وکړ او رب تعالی د دې ستر غازي هغه وینا رېښتیا کړه چې په دې پاک حريم باندې د کفارو د یرغل په پيل کې یې مغرور دښمن ته کړې وه چې “امریکا به د لېست له سر څخه د لېست آخر ته ځي”!

هو د دې ملنګ امیر د وینا سره سم امریکا دلېست پای ته ولاړه، د خپل هر ډول مادي ځواک څخه نا هیلي امریکا په ګوڼډو شوه، په مات او کوډ وجود ستړې امریکا د طالب ځلمي پښو ته ولوېده خپله ماته یې قبوله کړه او په نیم ژواندي ډول د وتلو لپاره د لارې په لټه کې شوه چې بلآخره د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه طالب ځلمیانو دوی ته د دوحې د نړيوال تړون په نوم هغه لاره وښوده چې مات دښمن یې په لټه کې وو.

الحمد لله چې اوس په هېواد کې هغه ورځ په داسې حال کې لمانځو، چې دا د شهيدانو په وینو وینځل شوې پاکه خاوره د هر تېري ګر له کرغېړن وجود څخه پاکه او خپلواکه ده.

خپلواکي مو مبارک شه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx