ورزش

فیفا او یویفا د روسیې پر فوټبال لوبډلې بندیزونه ولګول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ کب، ۱۴۰۰ل): د فوټبال نړيوال فدراسيون او اروپا اتلانو لیګ اداره وايي چې روسيه نشي کولی په نړيوالو فوټبال سياليو کې ګډون وکړي.

فيفا دا څرګندونې د روسيې پر اوکراين د حملې په ترڅ کې کړې دي، چې له تېرو پنځو ورځو راهيسې د سياسي او امنيتي اختلافاتو له کبله پر اوکراين د روسيې بريد دوام لري.

د وروستیو معلوماتو په اساس د اوسمهال لپاره فیفا او یویفا پریکړه کړې چې د روسیې ملي لوبډله او په اروپا اتلانو لیګ کې شامل کلبونه تر بلې خبرتیا له خپلو سیالیو منع کړي.

له دې وړاندې فیفا او یویفا ویلي وو چې د روسیې ټولې نړیوالې لوبې به له دغه هېواده بهر له نندارچیانو پرته ترسره شي، او همدارنګه د روسیې ملي بیرغ او سردو به هم ددوی په لوبو کې نه کارول کیږي.

فیفا ویلي چې د اولمپېک نړیوالې کمیټې، او د اروپا اتلانو لیګ سپورتي سازمانونو سره به خپلو خبر ته دوام ورکړي تر څو پر روسیې نور کوم اضافي بندیزونه ولګوي. دوی په پام کې لري که چیرې وضعیت ژر تر ژره بدل نشي روسیه به له فوټبال نړیوال جام څخه بهر کړي.

ټاکل شوې وه ددې کال په وروستیو کې په قطر کې د راتلونکي فوټبال نړیوال جام لپاره د مارچ میاشتې په وروستیو کې روسیه په غوراوي یا کوالیفاینګ پړاو کې لوبې وکړي، په داسې حال کې چې ددې ښځينه لوبډله په انګلستان کې د اروپایي چمپين شيپ لپاره لار موندلې ده.

په یوه بیان کې د روسیې فوټبال فدراسیون د یادو پریکړو په اړه په غبرګون کې ویلي چې دوی د فیفا او یویفا پریکړو سره په کلکه مخالفت کوي او زیاته یې کړه چې دا د سپورت روح او اخلاقو سره مخالف دی.

همدراز د پولنډ فوټبال ټولنې تر دې وړاندې ټينګار کړی و چې دوی به د نړیوال جام په کوالیفایر پلی آف کې له روسیې سره لوبه ونه کړي.

ددې سربېره یو شمېر روسي کلبونو سره د اوکراین او نورې نړۍ روزونکو او کارکوونکو دندې پریښې دي، دغه راز په نړۍ کې ګڼ شمېر لوبغاړو د خپلو روسي سیالانو سره خپلې سیالۍ لغوه کړې دي.

د اولمپېک نړیوالې کمیټې د سپورت له فدراسیونونو او تنظیم کونکو څخه وغوښتل چې د روسیې او بېلاروس ورزشکاران او چارواکي له نړیوالو سیالیو څخه لرې کړي.

له دې وړاندې د اروپا اتلانو لیګ ادارې پریکړه کړې وه چې ددې لیګ پایلوبه د روسیې سینت پیترزبرګ ښار څخه د فرانسې پاریس ته انتقال کړي، کوم چې د مې په ۲۸ نېټه ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx