ورزش

استرالیا لوبډلې ۲۴ کاله وروسته پاکستان کې کرکټ لپاره دغه هېواد ته سفر وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۰ل): د استرالیا کرکټ لوبډله دوه ورځې وړاندې د راتلونکو سیالیو لپاره د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته ورسېده چې ۲۴ کاله وروسته به دغه هېواد کې لوبې ترسره کړي.

په ۲۰۰۹م کال کې په لاهور کې پر سریانکایي لوبغاړو د مرګوني برید وروسته پاکستان کې نړیوال کرکټ له منځه ولاړ، خو له تېرو څو کلونو وروسته یو ځل بیا نړیوال کرکټ پاکستان ته د ستنېدو په درشل کې دی.

په دې تړاو استرالیا هم داسې لوبډله ده چې ۲۴ کاله وروسته یې پاکستان ته سفر وکړ. یاده لوبډله په ۱۹۹۸م کال کې دغه هېواد ته د لوبو لپاره تللې وه چې د درې ټيسټ لوبو سیریز یې په ۱-۰ ګټلی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند رسنیو ته ویلي چې استرالیا لوبډلې ته یې په دولتي کچه د امنیت خوندیتوب ورکړی دی، چې شاوخوا ۴۰۰۰ امنیتي منسوبین ددوی د امنیت لپاره په ځانګړو ځایونو کې ټاکل شوې دي.

استرالیاوي لوبغاړو په راولپنډي کرکټ لوبغالي کې د سه شنبې په ورځ د راتلونکو ټیسټ لوبو لپاره تمرینات پېل کړل.

ټاکل شوې ده استرالیا لوبډله پاکستان کې درې ټیسټ لوبې، درې یو ورځنۍ او یوازینۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړي، چې د مارچ په څلورمه نېټه پېل او د اپریل په شپږمه پای ته رسیږي.

درې ټیسټ لوبې به په راولپنډي، کراچي او لاهور کرکټ لوبغالو کې، او درې یو ورځنۍ او یوه شل اوریزه لوبه به په راولپنډي لوبغالي کې ترسره شي.

تېر کال سپتمبر میاشت کې نیوزیلند لوبډله پاکستان ته د لوبو لپاره تللې وه خو دغې کرکټ بورډ له لوبې پېلیدو څو شیبې وړاندې په ناڅاپي توګه سیالۍ لغوه کړې او لوبډله له پاکستان څخه ووتله، چې وروسته انګلستان هم پاکستان کې خپل سیریز لغوه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx