افغانستان

کندوز ولایت د «طالبانو جدي ګواښ» سره مخ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۸مه ۱۳۹۳): د کندوز ولایت د ولایتي شورا غړي او مدني فعالان وايي چې کندوز ولایت د طالبانو د «جدي ګواښ» سره مخ دی.

د پژواک د راپور په اساس د جمعې په ورځ د طالبانو د پرمختګونو او د امنیو په اړه په دغه ولایت کې یوه غونډه وشوه چې لسګونه کسانو په کې ګډون درلود.

غونډې ته د کندوز ولایت د ولایتي شورا رییس عبدالقدیر حسین خیل وویل چې طالبان د کندوز ولایت تر دروازو را رسېدلي.

د حسین خېل په وینا طالبان هره ورځ د پولیسو پوستې نیسي، وسلې او نور تجهیزات د غنیمت په توګه له ځانه سره وړي.

حسین خیل زیاته کړه «موږ ته هره ورځ یو راپور راکول کیږي چې طالبانو پلانکۍ پوسته او پلانی کلی ونیولو خو امنیتي ځواکونه یې پر وړاندې عاجز دي».

د ولایتي شورا رییس د امنیتي ځواکونو ماتې پړه پر دولت واچوله او ويې ویل چې ټاکنیزو شخړو د امنیتي ځواکونو پر ورحیه تاثیر کړې او له همدې امله وسله وال په ښارونو کې خپل فعالیت کوي.

په کندوز کې د سولې د کمېټې د عالي شورا رییس اسدالله عمرخیل وویل چې په کندوز ولایت کې امنیت ورځ تر بلې خرابیږي، په جګړو کې زیات شمېر ولسي وګړي وژل کیږي او دا وضعیت لا هم دوام لري.

مدني فعالان د طالبانو وروستي پرمختګونه د کندوز ولایت کدرونه ته نه پاملرنه کول ګڼي.

د کندوز ولایت یو مدني فعال عبدالله رسولي وايي چې په کندوز کې لوړ پوړي چارواکي د نورو ولایتونو دي او دا دغه ولایت په نا امنیو کې ستر عامل دی.
د رسولي په وینا له نورو ولایتونو راغلي چارواکي ددغه ولایت ولسي وګړو سره ښه رویه نه کوي.

دی زیاتوي که دولت د کندوز ولایت کدرونه په لوړ څوکیو وګماري د کندوز ولایت خلک به له ډيرو ستونزو خلاص شي.

د کندوز ولایت امنیه قومندان بیا وویل چې د هوا د ګرمېدو، ونو شنه کېدو او د بهرنیو ځواکونو د هوايي ملاتړ نه شتون ددې سبب دی چې طالبان ورځ تر بلې پرمختګ کوي.

محسني زیاتوي چې مخکې امنیتي ځواکونو د ایساف د هوايي ځواک د ملاتړ څخه برخمن و او همدا لامل و چې طالبانو پرمختګ پر ټپه ولاړ و.

محسني په وینا امنیتي ځواکونه کولای شي چې طالبانو ته په جګړه کې ماتې ورکړي.

دولتي چارواکي وايي چې په تېرو ۴۰ ورځو کې یواځې په کندوز کې ۲۰۰ کسان وژل شويدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x