نړۍ

دافغانانو لخوا ددریم قوت د جوړولو هڅی پیل شوې

CIA_map_of_Afghanistan_in_2007جبارخیل

تیره ورځ په جرمنی کښې یو شمیر افغانانو چې د ژوند دمختلفو سیاسی علمی  برخو سره ټراو لری په جرمنی کې دحاجی شفیق  کونړی په کورکې یوه غونده وکړه , دغونډې یو تن ګډونوال عبدالمجید صافی چې دمبارز اخبار مدیر  دي یو شمیر خبری رسینو ته وویل چې دغونډې یو شمیر ګډونوالو دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل چی تیرو څه دپاسه

دریو لیسزو کې څو ځله افغانستان په کورنۍ جګړو اووښتي دي, چې وروسته دحامد کرزی حکومت رامنتځه شو, دحامد کرزی حکومت چې دامریکا په تګ دټینګیدو ندې,  نو افغانان مجبوری دی چې یو دریم قوت رامنتځه کړي .

دامریکایانو له وتلو وروسته افغانان یوازی پاتې کیږي نو ځکه په بهر او داخل کې افغانان  غواړي چې دغه دریم قوت رامنتځه شې .

په جرمنی او اروپا او نورو هیوادو کې میشته افغانان ددې دریم قوت ملاټر کوې او دملت ملاټر هم دوې سره شته .

صافی وویل چی جګړه د پښتنو په کور کې میلمنه ده په ملی اونړیوال کچه د پشتون قوم خلاف سازش روان دي .

صافی ووئیل چې دغه غونډه کې په جرمنی کې یو شمیر پخوانیو  جهادی قوماندنانو او دافغانستان څخه هم یو شمیر کسان راغلی وه, ګډون وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x