ټکنالوژي

د ځیرک موبایلونو سربېره نوکیا شرکت د لیپټاپ په نړۍ کې هم قدم کیښود

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۰ل): د ځیرک موبایلونو پخواني مشهور شرکت نوکیا د ليپټاپونو چمتو کولو په نړۍ کې قدم کیښود چې خپل لومړی لیپټاپ یې نندارې ته وړاندې کړ.

د هسپانیا په برسلونا ښار کې د ټکنالوژي یوه نندارتون څخه نړۍ ته نوکیا له خپل PureBook Pro  لیپټاپه پرده پورده کړه.

دغه لیپټاپ به په راتلونکې نږدې کې لومړی د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

side by side Beautiful

پیور بک پرو لیپټاپ دوه نسخې لري، یوه یې د ۱۵.۶ انچه او بله ۱۷.۳ انچه ده. لومړۍ نسخه ۱.۷ کیلو او دوهمه ۲.۵ کیلو ګرامه وزن لري.

په دې لیپټاپ کې د ډي ډي ار څلور ۸ جي بي ریم سره د اس اس ډي ۵۱۲ جي بي حافظه ده او د ۱۹۲۰ پر ۱۰۸۰ ویدیو ریزولوشن لري.

د ۱۲م نسل انټل کور i۳ لیپټاپ دی چې وینډوز ۱۱ چلوونکی سیستم لري او د ټولو اوسني پروګرامونه چلولو وړتیا لري.

Holding laptop

د ګوتې کولپ لري، د غورې ویدیو چیټ لپاره ۲ میګا پېکسله کامره لري، د کیبورد تر شا رڼا لري چې په تیاره کې اسانه کار ورکولی شي، او دغه راز د نوکیا په وینا د اواز غوره سیستم لري چې څلور سپیکرې ځای پر ځای شوې دي.

aaa

side by sideMinimal designblue

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx