ټکنالوژي

ایپل شرکت روسیه کې د خپلو محصولاتو پلور ودراوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۰ل): ایپل شرکت وایي چې پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې یې روسیه کې د خپلو محصولاتو پلور درولی دی.

د ټکنالوژي دغه مشهور امریکایي شرکت وایي چې پر روسیې یې د خپلو ټولو محصولاتو پلور بند کړی او تېره اونۍ د پلور خپلو ټولو شبکو ته د صادراتو لیږدول درولي دي.

د رویټرز خبري اژانس د څرګندونو له مخې د روسیې یو شمېر دولتي رسنۍ له روسیې بهر د ایپل زیرمو ته له لاسرسي بې برخې شوي او په دې اړه یې پرمخ ټولې اسانتیاوې بندې شوې دي.

له ايپل وروسته د نایکي شرکت هم ویلي چې په روسیه کې یې خپل خدمتونه محدود کړي او پيردونکي نشي کولی چې ددوی د محصولاتو انلاین غوښتنه وکړي. خو دوی کولی شي چې له پلورنځیو یې محصولات ترلاسه کړي.

د نړۍ لوړ پروفایل لرونکي برانډونه په دې وروستیو کې له روسیې څخه وتلي چې موټر جوړونکي شرکتونه، ټکنالوژي شرکتونه او د فلم ستودیوګانو خپل فعالیتونه درولي دي.

ددې سربېره ګوګل هم پر روسیې بندیزونه لګولي  چې د روسیې دولتي رسنۍ یې له خپلو ځانګړتیاو لرې کړې دي.

روسیه د ایپل شرکت ایفون موبایلونو د نړۍ دریم زیات پلورونکی هېواد دی چې د معلوماتو له مخې تېر کال ۱۳ سلنه  چمتو کړي محصولات دغه هېواد ته لیږلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx