ورزش

د بنګلدیش او افغانستان ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه نن ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۰ل): د بنګلدیش او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ له یو ورځني سیریز وروسته لومړۍ شل اوریزه لوبه نن پنجشنبه ترسره کیږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې پنځوس اوریزو سیالیو سیریز د دوه یو په توپیر بنګلدیش په خپل نوم کړ.

په یو ورځنیو لوبو کې له ګډون وروسته د ملي لوبډلې ۹ لوبغاړي تېره ورځ کابل ته راستانه شول او پاتې لوبغاړي د شل اوریزو لوبو لپاره ډاکې ښار ته رسېدلي دي.

کرکټ بورډ وایي چې د شل اوریزو لوبو لپاره لوبغاړو د چهارشنبې په ورځ تمرینات ترسره کړل او د لوبې لپاره بشپړ چمتوالی لري.

د بنګلدیش پر وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه د افغانستان پر وخت د ماسپښین ۱:۳۰ دقیقې په میرپور کې پېل کیږي.

د افغانستان شپاړس کسیزه لوبډله په لاندې ډول ده:

محمد نبي (لوبډلمشر)، افسر ځاځی، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، رحمان الله ګربز، نجیب ځدران، درویش رسولي، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، راشد خان، قیس احمد، نجات مسعود، فرید احمد، مجیب الرحمن او فضل حق فاروقي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx