افغانستان

کابل تصفیوي عملیات: امنیتي ځواکونو لس امریکايي راکټونه نیولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۰ل): د کابل امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې یې له یوه کوره لس امریکايي ډوله راکټونه ترلاسه کړي دي.

خالد ځدران نن ټکی اسیا ته وویل چې دغه راکټونه امنیتي ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په لړ کې چې د تېرې جمعې راهیسې پیل شوي دي ونیول.

بل لوري ته د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې د تصفیوي عملیاتو په لړ کې يې په کارته سه سیمه کې ۴۰زره دانې نشه يي تابلیتونه او د دولسمې حوزې څخه یې لسګونه کیلو نشه يي توکي او لسګونه بوتله الکحولي مشروبات ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړې چې د نشه يي توکو د ساتلو په تور يې څلور کسان نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې د تېرو دوه ورځو راهیسې په کابل کې امنیتي ځواکونو تصفیوي عملیات پيل کړي دي چې په عموم کې خلکو ترې رضایت ښودلی دی.

دغه عملیات د ناقانونه وسلو درلودلو پر خلاف پیل شوي دي او ممکن یوه اونۍ دوام ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز زنیخېل

ټول افغانستان باید کور په کور تلاشی شی ټوله وسله باید ټوله شی هیڅوک حق نلری چی وسله وساتی یواځی آمنیتی او دفاعی قوتونه ددی حق لری او دوی باید د خلکو آمنیت خوندی کړی

طوطی

د خلکو د جامو، او نورو وسایل ګډ وډ کول هغوی ته کار لیدل سبب دی د شوی چی ځینی خلک لدی وجی شکایت وکړی. ځینی خلک وایی چی زمونږ کور یی دری، څلور ساعته تلاشی کړ او مونږه ته یی ډیر مشکل پیدا کړ. حکومت د غریبو خلک ته د کور د وسایلو د ګډوډلو تاوان ورکړی چی دی سره به خلک بیا شکایت نکوی. په مجموع کی دا تلاشی ښه کار وه.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx