هند په کندهار کې د کرکټ لوبغالی جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د هند حکومت په کندهار کې د کرکټ لوبغالي د جوړونې لپاره یو میلیون ډالر مرسته منظور کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دوی په کابل کې د هند سفارت ته پېشنهاد کړی و چې په کندهار کې د معیاري لوبغالي د رغونې په اړه ورسره یو میلیون ډالر مرسته وکړي.

د کرکټ بورډ د چارواکو په وینا  د یو میلیون ډالرو تر منظوریدو وروسته به  د لوبغالي د رغونې کار به ژر د کندهار په عینو مېنه india helpکې پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د هند د سفارت له لوري د پيشنهاد د منظوریدو لیک خپور شوی، په دغه لیک کې راغلي چې هند حکومت کندهار ولایت په عینو مېنه کې د کرکټ لوبغالي د رغونې لپاره یو میلیون ډالرو مرستې سره موافقه کړې.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس ډاکتر نور محمد مراد د کندهار ولایت د کرکټ لوبغالي لپاره د هند سفارت له لوري د یو میلیون ډالر منظوریدل ستره لاسته رواڼه ګڼلې. نوموړي په افغانستان کې د هند د سفارت له چارواکو مننه کړې.

دا مهال په افغانستان کې ۲ نړیوال لوبغالي دي، چې یو یې په ننګرهار کې د غازي امان الله خان لوبغالی او بله په کابل کې دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د