نظــر

نظامي اردو د هېواد حیاتي بقاء

بدرالافکار

نظامي ځواک او قدرت د یو ملت او هېواد لپاره حیاتي بقاء او واقعي ممثلیت اداء کولای شي، موږ که تاریخ مطالعه کړو، هغه هېوادونه چې واقعي او په ځان بسیا نظامي  ځواک څخه برخمن وي ، هغوئ په نړۍ کې راج چلوي،کوم هېوادونه او ملتونه چې اردویي ځواک څخه بې برخې وي هغوئ د پردیو هېوادونه اسبابي پروژه بلل کیږي.

په سخت تاسف  او نا امیدي به ووایم  چې تیرې دوه لسیزې موږ له سختې نامرده او نامراده ځواک څخه برخمن وو، ځکه دوی تل پردیو ته کار کاؤه، ملي ارزښتونه یې فروش او مذلل کړل، اسلامي مقدسات یې تسخیر او ټیټ کړل،همدارنګه نه یې استاذان خپل وو او نه یې تجهیزات په پردۍ جګړه کې ښکیل ول.

انګیزه یې دا وه چې د خپل وطن اصلي بچیان به ورته پنجابیان ښکارېدل او هغه هم په بې اساسه دلایلو ،په یوې باطلې او مردوده جګړه کې ښکیل وه، همدا علتونه وه چې د حق په مقابل کې له سخت عار او فرار سره مخ شول.

د خبرې د عدم طولات په باب دومره به ووایم چې موږ باید داسې نظامي ځواک ولرو چې د پورتنيو مورادو او اعمالو څرک پکې ونه لیدل شي، ارزښتونه مصؤن او محفوظ کړي، له افغاني نوامیسو کلکه او څرګنده دفاع وکړي، او په معنوي اسبابو او افکارو ورزول شي.

لله الحمد کومې غوښتنې چې ددې  ملت له حاکم نظام د نظامي ځواک په باب وي هغه په نشر شوي اصدار کې را څرګندې شوې، تاسو به دا اصدار کتلی وي، که مو نه وي کتلای حتمن یې وګورئ.
په نشر شوي اصدار کې داسې ځواک را ښکاره شوو، چې له هر اړخ یې سازش او جوړښت شوی وو، په معنویاتو سمبال وۀ ، فکري او اسلامي روحیه یې جوړه ؤه ، واقعي نظامي تمثیلات یې اداء کړل، نو ویلای شوو چې افغانستان د یوې واقعي او تحقُقي اردو په لور رهي شوو.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx