نظــر

زمونږ ملي اردو زمونږ راتلونکې

میا نوراغا

اردو د هیواد لپاره حیاتي حیثیت لري، کوم هیواد چې اردو ونه لري هعه هیواد نه بلکې پردۍ پروژه بلل کیږي. اردو هغه وخت خپل هیواد ته د اسبابو په نړۍ کې د بقا روح وربښي چې جسمي, فکري تعلیم یې د هیواد دننه د هیواد له اصیلو استاذانو تر سره شي, همدارنګه تجهیز او معاشات یې خپل ملک ورکړي.

بدبختانه تیرو شلو کلونو کې چې کومه اردو جوړه شوې وه نه یې استاذان خپل وو نه یې تجهیزات او معاشات, انګیزه یې دا وه چې د وطن اصلی بچی ورته پنجابی معریفي کیده هغه هم په واهي دلایلو, او زیاتره د دوی له غربت څخه سوء استفاده کیدله, نو ځکه سره له زیات شمیر او وسائلو د حق په مقابل کې ناکامه او د استقامت توان یې ختم شو.

نه غواړم چې خبره اوږده شي راځم نوې اسلامی اردو ته، نوې اسلامي افغاني اردو باید د افغانانو لخوا په اسلامي فکر په قوي جهادي روحيې او د نوامیسو واجبي ساتنې په انګېزه وروزل شي.

مونږ د شل کلن جهاد په ابتدايي مراحلو کې ځینې اشتبهات لرل چې د نیک نیتۍ له امله رامنځته شوي وو کوم چې د تکفیر سبب وګرځیدل, له دې امله زما پوره اصراره غوښتنه دا ده چې دا رنګ اشتباه چې جبران یې ډیر مشکل دی, د عقیدوي ګډوډۍ,هرج مرج او فساد فی الأرض سبب ګرځي, باید قوی سدباب شي.

د دنیا او آخیرت په مسائلو پوهیدونکي فکري او نظریاتي علماء دې د دوی د فکر او انګیزې لپاره وګومارل شي.
زمونږ نوې اوردو باید د هیڅ بهرني هیواد لخوا اونه روزل شي.
د دوی معاشات او تجهیز باید هیڅ بهرنی ادارې او بنسټ ته او نه سپارل شي.

د اوردو لیکو ته د داخلیدلو لپاره دې له پوره دقت څخه کار واخیستلی شي , پوره تفتیش دې وشي ترڅو معلوم شي چې ځای سکونت سابقه او له نیکو مذکینو څخه یې تذکیه وشي.

اوسنی اوردو باید له قومي, سمتی, ژبني تعصبونو څخه پاکه خپلو اساساتو او نوامیسو ته ژمنه اوروزل شي،
د اوردو نوی اصدار زمونږ د توقعاتو د تحقق ښکارندویي کوي ان شاء الله ،د دوی د تعلیم موده اګر چې د ضرورت له امله کمه وه خو معنویات او پخوانی عملي تجربه یې زیاته ده.
په آینده کې باید د دوی د روزنې معیارونه او وخت سم او دقیق کړای شي ،اوس مونږ ویلی شو چې افغانستان په صحیح او واقعي توګه د خپلې قوي ملي اوردو څیښتن کیدو په لور قوي ګامزن دی ان شاء الله ،مونږ به د خپل توان مطابق ورسره همکاره یو ان شاء الله.

نسأل الله الاستعانة و السداد في سبیله و اعلاء کلمته!

میا نورآغا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx