ورزش

الازهر د فیفا په غبرګون کې: دوه ګوني معیارونه باید ختم شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۰ل): د فوټبال نړیوال فدراسیون او د اروپا فوټبال فدراسیون د تازه پریکړې له مخې د روسیې فوټبال ملي لوبډله او کلبونه نشي کولی په راتلونکو لوبو کې د ټاکلې مودې لپاره ګډون وکړي.

دا پریکړه د روسیې له لوري پر اوکراین د برید له مخې شوې، خو د مصر الازهر پوهنتون په دې اړه تبصره کړې او دا یې د فوټبال ادارو له لوري دوه ګونی معیار ګڼلی دی.

یو شمېر لوبډلو او لوبغاړو اوکراین سره د پيوستون په تاییدولو په خپلو شرټونو «جنګ ته نه» لیکلي، خو دا په خپله د فیفا د مشهورې پالیسۍ خلاف دی کوم چې سیاست له لوبو جلا کول دي.

د الازهر پوهنتون مشر شیخ احمد الطیب ددې پوهنتون په تازه خپره شوي ژورنال کې په ټوله کې د جنګ پالیسي رد کړې او ټینګار یې کړی چې دا نوره تباهي رامنځته کوي.

په ورته وخت کې الازهر د فیفا د پریکړو په تړاو له دوی څخه پوښتنه کړې، ملامتي: «ته فلسطین پيژنې؟ تعقیب: د جګړې په وخت کې انسانیت نه بېلیدونکی دی». هغه زیاته کړه چې نړیوالو ته دوه  ګونی معیار غوره کول نه دي پکار.

د الازهر دا بیان په ډاګه کوي چې دوی د فیفا د تازه پریکړو مخالفت کوي او ښيي چې نړۍ ولې په دې تړاو د فلسطین قضیه له پامه غورځوي چې د اوږدې مودې راهیسې د سپورت څخه د سیاست جلا کولو تر شعار لاندې سوځول کیږي.

د یادونې ده چې فیفا او یویفا فوټبال ادارو د روسیې ملي لوبډله او ټول کلبونه تر راتلونکي نیټې په هر ډول لوبو کې له ګډون منع کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx