نظــر

د روسیې او یوکراین معضله؛ ملامت او سلامت

عبدالحی قانت

ځینې دوستان د یوکران قضیه له یوې هفتې رادیخوا څاري او داسې فکر کوي چې ګواکې یوکراین یو مظلوم هیواد دی او د روسیې لخوا پر دوی ظلم کېږي. داسې فکر کېږي چې ګواکې روسیه له خپلې خاورې د پوځونو په ملتیا راوتلې او پر یواکراین یې یرغل وروړی.

د یوکراین قضیه دوه اړخه لري؛
یو اړخ یې اخلاقي دی. دې کې هېڅ شک نشته چې له دې پلوه روسیې ملامته ده. د یوکراینیانو وژل، پر دوی بمونه ورول، د دوی هیواد باندې یرغل وروړل یو ناروا او غیر انساني عمل دی.
بل اړخ یې هغه ستراتیژیک او سیاسي اړخ دی. دا چې په دې اړخ یې سم پوه شو باید د یوکراین د قضیه تل ته ننوزو او هغه لاملونه پیدا کړو چې روسیه یې دې ته مجبوره کړه چې پر یوکراین حمله وکړي.

سره له دې چې روسیه پر دې پوهېدله چې پر یوکراین یرغل به دوی له لویو مشکلاتو سره مخ کړي. اقتصادي بندیزونه، منفي تبلیغات، سیاسي او نظامي ننګونې هغه څه ؤ چې دوی نه باید پر یوکراین یوغل ورکړی وای.

دا موضوع هغه مهال پیل شوه چې په ۲۰۰۸م کال کې د رومانیا په پلازمینه کې د ناټو له غونډې وروسته ناټو دا اعلان وکړ چې دوی د جورجیا او یوکراین د ناټو غړیتوب مني‌. له هماغې وخته روسیه د دې تصمیم پر وړاندې ودرېدله. دا ځکه چې د دې دوه هیوادونه ناټو کې یوځای کېدل روسیه لپاره داسې مثال درلود لکه څوک چې خپل دښمن ته دا اجازه ورکړي چې د ده په ستوني‌ توره کېږدي.

د یوکراین د ناټو غړیتوب روسیې ته یو حیاتي او ستراتیژیکه مسئله ده. ما مخکې هم ویلي ؤ او اوس هم وایم چې روسیه به هېڅکله دې ته تیاره نه شي چې یوکراین د ناټو غړیتوب ته پرېږدي.
د روسیه او یوکراین د ۲۰۱۴م جګړه هم له همدې امله وه او د اوسنۍ جګړې سبب هم همدا دی.
دا پوښتنه سمه ده چې که جېرته یوکراین غواړي د ناټو برخه شي‌ ولې باید روسیه یوکراین دې آزادۍ ته پرېنږدي، دا خو ظلم دی او روسیه د دې حق نه لري چې په یوکراین خپل فرمایشان ومني. په ایډیال لحاظ دې خبرې سره هېڅ مشکل نشته خو متأسفانه د نړۍ سیاست داسې آیډیال نه دی.‌ کله چې یو هیواد دیوکراین په شان د دوه لویو زبرځواکونو تر منځ واقع شي، بیا به له خپلو ګټو مخکې اول دا هم سنجوي چې داسې څه ونه کړي چې لویو ښامارانو لپاره مشکل جوړ کړي، اګر که هغه د ده په ګټه هم نه وي.

په دې اساس د یوکراین قضیه باید د نړۍ د شته واقعیتونو پر بناء‌ تحلیل شي.‌
دا چې د یوکراین قضیه به کوم خوا ته ولاړه شي؟‌ نتیجه به یې څه وي؟ روسیه څه غواړي؟ د یوکراین آینده به څه وي‌ او همداسې نورو موضوعاتو باندې به راروانه لیکنه کې بحث کوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx