ورزش

بنګلدیش لومړۍ شل اوریزو لوبه کې افغانستان ته د 61 منډو په توپیر ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۰ل): د بنګلدیش او افغانستان ترمنځ لومړۍ شل اوریزو لوبه کې بنګلدیش په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه او لومړۍ لوبه یې د 61 منډو په توپیر خپله کړه.

بنګلدیش په یاده لوبه کې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، ددوی له لوري پېلیز لوبغاړي لیټن ډاس غوره لوبه وکړه چې په مرسته یې افغانستان ته د 156 منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې فضل حق فاروقي او عظمت عمرزي 2-2، راشد خان او قیس احمد یوه یوه ویکټه واخیستله.

د هدف په تعقیب کې افغان پېلیز لوبغاړي په بشپړه توګه ناکام شول چې حضرت ځاځي له یوه کیچ غورځېدلو وروسته یوازې شپږ، رحمان الله ګربز 2، درویش رسولي صفر او کریم جنت شپږ منډې وکړې.

افغانستان په لومړیو شپږو اورونو کې خپل 4 لوبغاړي له لاسه ورکړي وو. که څه هم وروسته نجیب ځدران او محمد نبي د شاوخوا 40 منډو ملګرتیا وکړه، خو د نبي ویکټې غورځېدو وروسته افغانستان لوبه له لاسه ورکړه.

ددوی له لوري نجیب ځدران زیاتې 27 منډې وکړې، محمد نبي 16، عظمت الله عمرزي 20، راشد خان 1، قیس احمد 8 او مجیب ځدران 4 منډې وکړې.

افغانستان خپل ټول لوبغاړي په 18م اور کې په 94 منډو جوړولو له لاسه ورکړل او د 61 منډو په توپیر یې لومړۍ شل اوریزو لوبه وبایلله.

د بنګلدیش سوکه توپ اچونګي نسوم احمد د لسو منډو په بدل کې 4 لوبغاړي وسوځول. دغه راز شریف الاسلام درې او شکیب الحسن دوه ویکټې واخیستلې.

شکیب الحسن په سپين توپ کرکټ (یو ورځنیو او شل اوریزو) کې د هغو لوبغاړو په لیست کې شامل شو چې 400 ویکټې یې اخیستې دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه شل اوریزو لوبه د مارچ په پنځمه د شنبې په ورځ د میرپور په شیر بنګلا لوبغالي کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx