
د روسیې او اوکراین کړکیچ؛ روسی سوداګر د چیلسي فوټبال کلب پلوري
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۰ل): روسی سوداګر رومان ابرامویچ وایي چې پریکړه یې کړې خپل انګلستانی کلب چیلسي وپلوري او ژمنه یې کړې چې د پلور څخه ترلاسه شوې پیسې به د اوکراین د جګړې قربانیانو سره مرسته وکړي.
رومان ابرامویچ له دې ویرې چې ګواکې پر اوکراین د روسیې برید وروسته به له بندیزونو سره مخ شي د کلب د خرڅولو پریکړه وکړه، هغه وایي چې پریکړه د اروپا او نړۍ د فوټبال اتلانو د غوره ګټو لپاره ده.
پر اوکراین د روسیې برید وروسته لویدیځ هېوادونو، د سپورت فدراسینونو او د ټکنالوژي بېلا بېلو شرکتونو پر روسیې د فشار لپاره سخت بندیزونه لګولي دي.
که څه هم تر دې دمه د چیلسي کلب د پلور بیه نه ده په ډاګه شوې خو داسې اټکل کیږي چې دغه کلب به لږ تر لږه د 2.5 ملیارده ډالرو په بدل کې وپلورل شي.
فیفا او یویفا د روسیې پر ملي لوبډلې او ټولو کلبونو د لوبو بندیز لګولی دی، په داسې حال کې چې ایپل او یو شمېر نورو شرکتونو دغه هېواد کې د خپلو محصولاتو پلور بندی کړی دی.
ددې سربېره په نړیوالو کلبونو او لوبډلو کې پر روسي لوبغاړو د ګډون بندیز لګولی، چې په تازه پریکړه کې د اولمپېک نړیوالې کمیټې په پارا اولمپېک ژمني لوبو کې پر روسي او بېلا روسي لوبغاړو د ګډون بندیز ولګول شو.
روسي 55 کلن سوداګر چې په 2003م کال کې یې د چیلسي کلب وپيره غواړي په سمدستي توګه دغه کلب وپلوري.
د هغه پانګونې د کلب په تاریخ کې تر ټولو زیاتې بریاوې خپلې کړي، چې پنځه واره د انګلستان پریمیئر لیګ، پنځه FA جامونه او دوه ځل د چمپينز لیګ اتلولي خپله کړې چې اوسمهال ددغې اتلولۍ دفاع کوي.
رومان ابرامویچ د روسیې هېواد مشهور سوداګر دی چې یو له مشهورو شتمنو څخه بلل کیږي. ویل کیږي هغه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ښې اړیکې لري.
د چیلسي مشهور کلب د اخیستلو لپاره ګڼ شمېر نومونه د خبرو د سر ټکي ګرځېدلي چې یو یې سویسی ملیاردر هانسورج وایس او بل یې د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوید افریدي ښودل شوی دی.
سویسي سوداګر ویلي چې له دوی څخه د چیلسي کلب اخیستلو غوښتنه وشوه چې دی او درې نور سوداګران ملګري یې په دې تړاو غور کوي.
بل لوري ته د پاکستان پښتون سوداګر او په پاکستان سوپر لیګ کې د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوید افریدي د خپلو اسیایي سوداګرو په ملتیا غواړي د چیلسي کلب وپيري.
پاکستاني رسنیو د خلیج ټایمز د راپور په حواله ویلي چې سرچینې ښيي د جاوید افریدي سوداګر ملګري په دې تړاو انګلستان کې د یاد کلب چارواکو سره د خبرو لپاره تللي دي.