افغانستان

کابل تصفيوي عمليات: له يوه کور څخه ۷ هاموي ټانګونه ترلاسه شول

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۳ کب، ۱۴۰۰ل(: د کابل امنيه قوماندانۍ وايي چې په پلازمينه کابل کې د تصفيوي عملياتو پرمهال له يوه کور څخه ۷ هاموي ټانګونه ترلاسه شول.

دغه امريکايي ټانګونه د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې د پلټنې پرمهال له يوه کور څخه موندل شوي دي.

د کابل امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدران نن ټکی اسيا ته وويل چې دغه ټانګونه د تصفيوي عملياتو په جريان کې نیول شوي چې له تېرې يوې نيمې اونۍ راهيسې په کابل کې جريان لري.

بل لوري ته د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې د تصفیوي عملیاتو په لړ کې يې په کارته سه سیمه کې ۴۰زره دانې نشه يي تابلیتونه او د دولسمې حوزې څخه یې لسګونه کیلو نشه يي توکي او لسګونه بوتله الکحولي مشروبات ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړې وه چې د نشه يي توکو د ساتلو په تور يې څلور کسان نیولي دي.

ددې سربېره وړمه ورځ د کابل ښار په څلورمه امنيتي حوزه کې د پلټنې پرمهال له يوه کور څخه لس امريکايي ډوله راکټونه ترلاسه شوي وو.

د یادونې وړ ده چې د تېرې يوې نيمې اونۍ راهیسې په کابل کې امنیتي ځواکونو تصفیوي عملیات پيل کړي چې په عموم کې خلکو ترې رضایت ښودلی دی. دغه عملیات د ناقانونه وسلو درلودلو پر خلاف پیل شوي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

خو د نر غوندې یې فلم یا وېډیو په ملي تلوېژیون کې خپره کړئ او ووایئ چې د پلاني غله با مفسد له کوره دا وسلې او وسایط را واېستل شول. دا خبرې په شپ شپ کې خوند نه کوي.

Karwan

هو، دغه خلک بايد دمډيا له لاري ولس او نړي ته وروپيژندل شي.

مشوره

دا خلک باید حتما افشا او میدیا دلاری وشودل شی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx