نړۍ

پېښور: جومات کې چاودنې ۳۰ تنه وژلي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۳ کب، ۱۴۰۰ل): د پېښور ښار په يو جومات کې د چاودنې له امله ۳۰ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي دي او تر پنځوسو زیات ټپيان دي.

راپورونه وايي چې د پېښور ښار قيصه خوانۍ سيمې رسالدار کوڅې په يو جومات کې ددغې چاودنې له امله ۳۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپيان دي.

د پېښې په سيمه کې پوليسو رسنيو ته ويلي دي چې وسله والو بريدګرو لومړی په پوليسو ډزې وکړې او له هغې وروسته يو تن ځانمرګی بریدګر جومات ته ننوتی او ځان ته يې انفجار ورکړی دی.
امنيتي چارواکي وايي چې د پېښې له ځایه ټپيان روغتون ته انتقال شوي او سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

افغانستان کی دا شل کاله همدا ډرامه روانه وه. اوس د افغانو نوبت دی چی د پاکستانیو سیل وکړی. الله دی بی غرضه پښتون ولس سره مرسته وکړی او حفظ دی لری.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx