
د داعش ډلګۍ مهم غړی عبدالرحیم مسلم دوست ننګرهار کې استخباراتو ته تسلیم شو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ کب، ۱۴۰۰ل): د داعش ډلګۍ یو مشهور غړی عبدالرحیم مسلم دوست په ننګرهار کې ولایتي استخباراتو ته تسلیم شوی دی.
د ننګرهار څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې نوموړی نن د جمعې په ورځ ننګرهار کې استخباراتو ته ځان تسلیم کړی دی او له حکومت یې ملاتړ اعلان کړی دی.
پژواک خبري اژانس د راپور له مخې د مسلم دوست لپاره د استخباراتو په ریاست کې غونډه هم نیول شوې وه
په دغه غونډه کې مسلم دوست وویل چې د داعش افراطي ډلې څخه یې ځکه لاره جلا کړې چې د بهرنیو په غوښنه یې د پیسو په بدل کې فعالیت کاوه او په خلکو یې ظلم و زیاتی کاوه، ځکه ترې ده لاره جلا کړه.
بل لوري ته د ننګرهار د استخباراتو رئیس ډاکتر بشیر په دغه غونډه کې ویلي دي چې افغانستان کې د داعش ډله ځپل شوې ده او فعالیت یې صفر درجې ته راښکته شوی دی.
عبدالرحیم مسلم دوست په ننګرهار کې د داعش لومړۍ درجه مسوولینو څخه و او پخوا یې هم د دغې ډلې څخه خپل براأت اعلان کړی و.