
افغان حکومت پېښور کې پر جومات چاودنه غندلې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۰ل): د کوزې پښتونخوا پېښور ښار په قصه خوانۍ سیمه کې پر جومات د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه وشوه چې له مخې یې نږدې شپته لمونځ کونکي وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپيان دي.
د افغان حکومت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند ذبیح الله مجاهد پېښور کې پر لمونځ کونکو چاودنه غندلې او په وینا یې پر ملکي خلکو او عبادت کونکو برید هیڅ د توجیه وړ نه دی.
هغه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، «موږ د پیښور ښار په یوه مسجد کې چاودنه غندو، په ملکي خلکو او عبادت کونکو برید هیڅ توجیه نه لري. په پیښه کې له ټولو متضررینو سره خپله ژوره خواخوږي ښیو».
خواخوږي:
موږ د پاکستان پیښور کې په یوه مسجد کې چاودنه غندو، په ملکي خلکو او عبادت کونکو برید هیڅ توجیه نه لري.
په پیښه کې له ټولو متضررینو سره خپله ژوره خواخوږي ښیو.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) March 4, 2022
بل لوري ته په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هم وایي چې د پېښور پېښه په کلکو ټکو غندي او قربانیانو له کورنیو سره په دغه غم کې ځان شریک بولي.
سفارت پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي: «اسلام آباد کې افغان سفارت هم د پېښور ښار د قصه خوانۍ په سیمه کې په یو مسجد کې پر عبادت کوونکو ، ملکي وګړو خونړی برید په کلکو ټکو غندي. افغان سفارت د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره په دې غم کې ځان شریک بولي، غمجنو کورنیو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله څرګندوي».
د یادونې ده چې د پېښور په ګڼه ګوڼې قصه خوانۍ بازار په سالدار کوڅه کې د شیعه ګانو پر جومات د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه وشوه چې د وروستي راپورونو له مخې په کې لږ تر لږه 250 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ملکی خلکو چاودنه په جومات کی هیڅ توجیه نلری ولی کابل او نور ښارونو کی یی پخوا توجیه درلوده.
باور وکری زه هم ورته حیران یم
دا پکتیا دند پتان پیشه ولی نه یادوی؟
دا څه کوی انجنییر خان ولی چی د مرکزی سیلو ریس وو دوه ورځی مخکی وویل چی پاکستانی کمک شوی غنم د خوراک وړ ندی ټول خراب شوی ولی د هند غنم بیا ښه دی کار ور څخه اخیستل کیږی. پدی خبره یی خان ولی صیب له دندی شړلی. طالبانو کی کم مستقله افغانان دی او اکثریت بدون د پاکستان له اجازی تشناب ته هم نشی تلای. ګوری د پنجاب سفیر څه کارونه یی شروع کړی کوم نر طالب شته چی ځواب ورته ورکړی چی ته څوک یی چی دفتر په دفتر ګرځی او هر چا سره د افغانستان په… نور لوستل »