ټکنالوژي

روسیه کې پر فیسبوک او ټویټر بندیز لګېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۰ل): د روسیې حکومت د فیسبوک د چلند په غبرګون کې دغه هېواد کې فیسبوک تړلی دی.

د روسیې د رسنیو تنظیم کونکي وایي چې فیسبوک پر روسي دولتي رسنیو لکه سپوتنیک، آر ټي او داسې نورو بندیز لګولی دی چې دوی هم ورته عکس العمل ښودلی او په ټول هېواد کې یې فیسبوک تړلی دی.

د رسنیو تنظیم کونکي روسکومندازور وایي چې دوی د فیسبوک او انسټاګرام له لوري پر روسي رسنیو د بندیز شپږ ویشت بېلګې لري، او اوسني پریکړو یې دوی عکس العمل ته اړ کړي دي.

هغه وایي، «روسیې هغه مهال پر بهرنیو رسنیو د بندیزونو پریکړه وکړه چې د روسیې پر ویناوالو بهرنیو معلوماتو ته د لاسرسي مخې نېولو هڅې ګړندۍ شوې».

روسیې د فیسبوک ترڅنګ پر یو شمېر امریکایي او اروپایي رسنیو لکه بي بي سي، امریکا غږ، او دویچه ویله هم بندیزونه لګولي دي، خو په ورته وخت کې روسي رسنۍ په ځینو اروپایي هېوادونو کې تړل شوې دي.

بل لوري ته راپورونه وایي چې روسیې پر ټویټر هم بندیز لګولی دی.

د روسیې د مخابراتو د کنترول فدرالي ادارې په دغه هېواد کې د فیسبوک او ټویټر تړل تایید کړي دي.

د روسیې د یادو پریکړو په غبرګون کې سپينه ماڼۍ وایي چې دغه هېواد د بیان ازادۍ د اصولو سرغړونه کوي او باید ژر تر ژره فیسبوک او نورې رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

د یادونې ده چې پر اوکراین د روسیې برید په پایله کې روسیه له نړیوال فشار سره مخ ده چې یو شمېر شرکتونو دغه هېواد کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx