افغانستان

خليفه سراج الدين حقاني په لومړي ځل د رسنيو پرمخ راڅرګند شو« ژوندۍ بڼه»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۰ل): د کورنيو چارو وزير خليفه سراج الديڼ حقاني نن په پلازمينه کابل کې د پوليسو عمومي اکاډمۍ افسرانو په ديارلسمه فراغت غونډه کې ګډون وکړ او په لومړي ځل د رسنيو پرمخ راڅرګند شو.

د نن ورځ ۴۷۰تنه نارينه او ښځينه پوليس د ملي پوليسو عمومي اکاډمۍ له ديارلسمې ليسانس دورې څخه فارغيږي.

په دغه غونډه کې ګڼ شمير لوړ پوړي دولتي چارواکي ګډون لري او غونډه همدا شيبه له ملي تلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه خپريږي.

په غونډه کې د رئيس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په ګډون ګڼ شمېر لوړ پوړي چارواکي ګډون لري او همدا شېبه تازه فارغ شوي ملي پوليس بېلابېل نظامي، سپورتي او وظيفوي مهارتونه نندارې ته وړاندې کوي.

دا بهير له ملي تلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه خپريږي چې دلته يې ليدلی شئ.

https://fb.watch/byL1qqRSLD/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx