نړۍ

کریسټن لاګارډ دنړیوال صندوق نوي مشره وټاکل شوه

lagarde(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۹) دفرانسي دخزاني وزیره کریسټن لاګارد ۵۵ کاله عمر لري اودا نوموړي میرمنه ده چي دنړیوال صندوق مشره نومول کیږي

ښاغلي کریسټن دنړیوال بانک دمشرتابه لپاره دمیکسیکوله اګسټن کارسټیڼ سره مقابلي ته راوتلي وه، دنړیوال بانک داداري له لوري خبرورکول شوی دي، چی دواړه کاندیدان دنړیوال صندوق دمشرتابه ددندي لپاره وړکسان وو.

ښاغلي کریسټن دامریکي، اروپایی ټولني اوهمدارنګه په سوداګریز مارکیټ کی دپرمختللو هیوادونو لکه چین هندوستان اوبرازیل له مرستي څخه برخه منه وه.

دنړیوال صندوق ددندي لپاره دنوموړی له ګمارل کیدو څخه څو شیبي وروسته ښاغلي کریسټن پر ټویټر باندی یو پیغام خپور کړی چي هغه کی یی خوښي څرګنده کړه اودنړيوال صندوق له اداري څخه یی مننه وکړه چي ورباندي یی باوروکړ.
دنړیوال صندوق ددفتر له لوري په یوه خبرکي ویل شوی چي دواړه کسان د نړيوال بانک دمشرتابه لپاره ښه وړکسان وو، خو دبانک ټولو کارکونکو په ډیرپه دقت سره دښاغلي کریسټن نوم دمشرتابه لپاره غوره کړ.
برطانيی، امریکي اوفرانسی خوښی څرګنده کړی ده اونوموړي ته یی مبارکي ویل ده، هیله یی ښکاره کړی ده چي کریسټن لاګارډ په دنړیوال بانک چاري په ښه توګه په مخ بوزي، دفرانسي ولسمشر سرکوزی دنړیوال صندوق لپاره دکریسټن لاګارډ مشرتوب دهیواد له لپاره دفخرځای بللی دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x