نظــر

موږ دې پښېمانه کړو!

لیکوال: بهیر بهیر

څه وشو شملې د شملورو څنګه ټیټې شوې

سترګو کې یې هغه اوس د ننګ اورونه نه وینم

راتلونکي ولسمشره!

هغه ګلالي ماشومان چې ستا د نوم د ویلو په خاطر یې خپل ژوند بایلود،نن د هغوی اروا هم له تا نا راضه برېښي.

هغه خلک چې ګوتې یې ستا د ولسمشرۍ په خاطر غوڅې شوې نن خپلې ګوتې له شرمه چاته نشي ښکارولی.

هغه ځوانان چې ستا د ولسمشرۍ په خاطر د مرګ تر سرحده ووهل شول نن په خپلو ټپونو باندې نشي ویاړلی.

نن زما اتل ورور ته چې د خپلې لور مرګ یې ستا د کامیابۍ لپاره پټ ساتلی وو، خپل ځان ورته اتل نه ښکاري.

هغه په سلګونو ځوانان چې بې له کوم مادي تمې څخه یې ستا لپاره په کمپاین او د ټاکنو په ورځ خپله هره مرسته ونه سپموله نن په خپل کړي کار باندې پښېمانه ښکاري.

هغه په سلګونو پېغلې چې لا تر اوسه یې د لمر وړانګو د دوی مخ نه وو لیدلی مګر ستا لپاره له کوره بهر ووتې، نن هغه وتل ورته پېغور ښکاري.

هغه په یتیمان او ګونډې چې یواځې د خپلو پلرونو او زامنو د حق د اخیستلو لپاره ورته ته یواځنۍ هیله ښکارېدې، نن یې د امېد ډېوې مړې شوې دي.

هغه شملې چې ستا شمله یې درهسکه کړې وه، نن ښکته ګوري.

د کرزي هغه انځور چې ستا په خاطر له پښو لاندې شوی وو ستا په خاطر څېرې شوی وه، نن د هغه څېرې وجود ستا په دې غیرت باندې نشي ویاړلی.

مشره متفکر نه یم، خو نور به هېڅ کله هم په چا باور ونه کړم ان پخپل ځان هم، ستا هغه کړې وعدې چې ویل به دې په اپوزېسیون کې به پاتې شم خو سهامی شرکت به جوړ نه کړم اوس هم راته یاد دي کله دې چې دا خبره وکړه په فېسبوک کې د زیاتره ملګرو په والونو باندې دا خبره لیکل شوې وه ستا انځورونه د هغوی په خپلو والونو باندې د ویاړ لپاره ځړول.

لاهم ډېر وخت نه دی وتلی جان کېري چې راغی نو تا د ټول ملت په رایو باندې معامله وکړه، تا خپلې ټولې وعدې هېرې کړې، سهامي شرکت ته دې یو بل نوم ورکه، ملي ایتلافي حکومت سم لکه لېوني ته اعصاب خرابی ووايې، هغه چا چې ستا رایه ورکونکو ته د پسونو خطاب کاوه تا په خپله کاسه درسره شریک کړ، ستا ملت ریښتیا هم پسونه وه…

په هر صورت اساسي قانون ته دې ونه کتل او د هغه لپاره دې د قانون خلاف نوې څوکۍ د جوړولو وعده وکوله، د نړۍ په سطحه به لومړی هېواد وي چې په دغه شکل سره به جوړيږي.

غواړم هغه کارت چې تاته مې رایه ورباندې اچولې وسوځوم ځکه د همش لپاره مې چې سترګې ورباندې لګېږي نو خپله لویه غلطي به راته مخته درېږي، غواړم نور دا فکر له مغزو وباسم چې موږ د نړۍ په سطحه متفکر لرو، نه غواړم نو ستا نوم ووارم.

مشره د دې ستونزې حل ته پخپله ولټوه ځکه ته متفکر یې زموږ بې فکره ماغزه چې ته یې ټاکلی وې نور کار نه کوي خو دا ځواب تر زیاته واضح هم دی که نه تاریخ به دا ولیکي چې اشرف غني چې د خلکو رایې یې ګټلې وې او ولسمشر ټاکل شوی وه د امریکایانو په اشاره او په قدرت کې د پاتې کېدو لپاره د خلکو په رایه معامله وکوله.

او دا هم یاد ساته چې د کرزي صاحب او ستا دوره به یو له بله سره هېڅ تفاوت ونه لري هغه هم دې ځای ته راورسېدلی چې اوس دومره قدرت نه لري چې هم مخالفین او هم د ده پخواني یاران د ده انځور څېروي او له پښو لاندې یې کوي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x