افغانستان

هرات: د حکومت په ملاتړ څېړنيز سيمينار جوړيږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۰ل): ټاکل شوې ده چې په هرات کې د (همایش علمي و رهکارهای تقویت حمایت ملي وبین المللي) تر سرليک لاندې په دې ولايت کې د بهرنيو چارو وزارت د استازولۍ په همکارۍ د اکاډمیکي ټولنې له لوري یو سیمنار جوړ شي.

سيمينار ته تاريو په لړ کې په هرات کې د پوهنتونونو له مسولینو سره د هرات والي شیخ الحدیث مولوي نوراحمد اسلامجار او په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د نمایندګي ریس مولوي شیر احمد عمار غونډه وکړه او همدې غونډې له لارې یې د هرات دولتي د شخصي پوهنتونو مسولینو ته د مقالو عناوین رسماً وسپارل.

د دې سمینار د موخو په اړه په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مرستیال رحمت الله فیضان نن ټکي آسیا ته وویل چې له دې سيمينار څخه يې موخه داده چې ياده اکاډميکه ټولنه به په سياسي، اقتصادي او نورو برخو کې مشورې ورکوي او د حکومت شته ستونزې او نيمګړتياوې به د حل په موخه ورپه ګوته کوي.

نوموړي ويلي دي چې دوی هڅه کوي چې د هرات اکاډميکې ټولنه منسجمه کړو او د هيواد د ستونزو د حل په اړه يې له نظرونو، نيوکو او مشورو څخه استفاده وکړو، هغه هيله څرګنده کړه چې راتلونکی کانفرانس به ښې پايلې ولري او د نورو دا ډول غونډو لپاره به دا يو نوی پيل وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Zemaray

ډبر ښه اقدام دی
یو وړاندیز لرم هغه داچه داسلامی عمارت مسولین په کابل او نورو مهمو ولایتونو کی دحکومت په پلوی او رسمیت پیژندلو دپاره باید سل زره کسیزی لاریونونه وکړی او قطع نامی ملګرو ملتونو دفترونو ته وړاندی کړی چه نړی پوه شی چه دا حکومت دافغانستان ولس غواړی او روڅخه راضی دی
دا ډیره اړینه او موثره لاره ده

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx