افغانستان

د افغانستان بانک ۱۴ ميليونه امریکايي ډالر ليلاموي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۰ل): د افغانستان بانک وايي چې دوى غواړي شاوخوا ۱۴ ميليونه امريکايي ډالر ليلام کړي.

د افغانستان بانک د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره سره ويلي دي د افغانستان بانک د   کب  په ۱۵ مه نېټه د داوطلبۍ په اوږدوکې شاوخوا ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري.

‏د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کړې څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک زياته کړې چې د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې (T) تصفیه کړي.‏

همدا راز افغانستان ټينګار کړى دى چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په تېرو دوه اونیو کې شاوخوا ۴۸ میلیونه امريکايي ډالر د يوې ازادې پروسې له لارې لیلام کړي وو.

د ډالرو د لیلام هدف د افغانۍ ارزښت ساتل دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

زه فکر کوم چى يوازى داسى جزوى اقدامات به کافى نوى. د ماريټونو او کررنسى د کنټرول لپاره بايد ټولى صرافى ډجټل او ثبت شى او يوازى هماغو ته د فعالیت اجازه ورکړل شى چى د قانون څخه انحراف نکوى. او د اثارو د تبادلى تور بازارونه له مينځه يووړل شى.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx