ورزش

د خوشحالۍ او مبارکې شیبې او څو وضاحتونه

د کرکټ بورډ اجرائيه رئيس، نصيب خان

د بنګله دېش پر وړاندې له لوبو مو ډېر څه زده کړل، زه د لوبغاړو په وړتیا پوره باور لرم، فکر نه کوم چې پخوا دې دومره شمېر ځوانانو ته موقع ورکړل شوې وي، کاش دا کار لا

پخوا او په تدریجي ډول شوی وی،نن به موږ له بعضو ستونځو سره نه مخ کیدو. بیا هم موږ دا ګام واخیست، اصلاً زموږ ځوانان په کورني کرکټ کې ښه لوبیږي، خو نړیوال کرکټ او زموږ د کورني کرکټ د معیار ډېر ستر توپیر دی، دوی چې د لویو لوبډلو د فشار مهارولو او مجربو لوبغاړو له لوبې سره بلدیږي ممکن لږ وخت واخلي، خو له نېکه مرغه فضل حق فاروقي، ریاض حسن او عظمت الله عمرزی ډېر ښه ولوبیدل او خپله وړتیا یې ثابته کړه، ورسره سینئر او تجربه لرونکو لوبغاړو دوی ته ډېر په شفقت لارښونه کوله او هڅول یې، زه له همدې ځایه پر ځوانانو غږ کوم چې دوی ډېره روښانه راتلونکی لري. کرکټ بورډ د دوی تر شا ولاړ دی، په یو – دوو لوبو یا لوبلړیو د دوی د پرفامنس او کارکردګي قضاوت نه کوو. دوی دې خپل ټول پام خپلې لوبې ته وکړي او کرکټ بورډ له دوی سره دی، خو د فټنس، تکړښت او ډسپلن شرط به ورسره وي.

په ټوله کې مو ډېر څه ته پام دی او غوره څارنه یې کوو، د ملي لوبډلې لپاره مو له ۱۵ زیاتو روزونکو یا کوچز څخه انټرویو واخیسته، ځینې مصروف وو، ځینو یې ډېره لېوالتیا وښوده، په لنډه موده کې به تکړه او مجرب مشر روزونکی هم استخدام شي.. د ۲۰۲۳ کال وروسته FTP یا د راتلونکو سیالیو پروګرام لپاره مو هم د ډېرو بورډونو لکه سريلانکا، ویسټ انډیز، پاکستان بنګله دېش او هند له مشرانو سره اړیکه نیولې ده.په همدي اړه مو نن اخري شل اوریزه لوبه کې د بنګله دیش د چیئرمین او اجرائیه رئیس سره ناسته وشوه.یوه کمېټه مو جوړه ده چې زموږ خپل سوداګریز لیګ یا APL لپاره تیاری ونیسي، خو دا چې دغه لیګ به کله او چېرته کیږي، د کمیټې له راپور وروسته به یې اعلانوو، یو بل پروګرام چې موږ کار پرې روان کړی دی، هغه په ۱۴ اکاډمیو یا روزنتونونو کې یتیمانو ته وړیا داخله ورکول او د دوی روزنه کول دي، دا کار به خاص زموږ د چیرمین یا عمومي مشر صیب تر څارنې لاندې کېږي، هغه یتیمان چې د اکاډمي د فیس پیسې نه لري، خو د کرکټ وړتیا لري که هر څوک وي موږ به یې روزنه کوو، پیل کې موږ اراده لرو چې ۳۳۰ ځوانان اکاډمیانو کې واخلو د کار د نتیجې سره ممکن دا شمیر زیات هم کړو.

باید ووایم چې له بده مرغه ډېری داسې کارونه دي چې موږ یې پیل او ګام له صفر څخه اخلو. کاش مخکې ترسره شوي وی لکه د مالي ملاتړ کوونکو یا سپانسر موضوع، له نورو کرکټ بورډونو سره ګټورې او مؤثره اړیکې جوړول، په تدریجي ډول د ځوانانو را ډګر ته کول، د منظم کوچنګ یا NCA له لارې د ځوانانو روزنه، اداري اصلاحات او کارمندان ته لایحې او وظائف جوړول ،ستراتیژک پلان جوړول او عمل پري کول په ټولو چارو کې روڼتیا او نور ډېر…

بیا هم وایم چې موږ د ادارې لپاره هغه څه ته لومړیتوب ورکوو چې د ولس او افغانستان په ګټه وي، د ادارې حیثیت او عزت پکې پروت وي، د خلکو لپاره ویاړونه او خوښۍ پکې وي، هو! سرلوړۍ پکې وي.

ان شاءالله اداره به د بریا تر هغو ټولو پولو او څوکو رسوو، چې زموږ، د ادارې او ولس ارمان او هیله ده. اداره او لوبډله د بدلون په حال کې ده هغه موخې چې موږ یې لرو ممکن کم او زیات کال وخت واخلي، خو موږ اوس هم د ولس حساب ته حاضر او ستاسې سالم انتقاد او تشویق ته سترګې پر لار یو.

تل دې وي سرلوړی او جانان افغانستان!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx