افغانستان

ملي پولیسو اکاډمۍ محصلینو فراغت غونډې ته د کورنیو چارو وزیر د وینا متن

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني نن د ملي پولیسو اکاډمۍ د محصلینو په فراغت غونډه کې په لومړي ځل د رسنیو پر مخ راڅرګند شو.

دغه غونډې ته ښاغلي حقاني وویل چې نن د ملي پولیسو فراغت په مراسمو کې د لومړي ځل لپاره د رسنیو په مخ کې راڅرګندېدل پر پولیسو باندې پوره باور او په هیواد کې د یوې پُر امنه او خوندې فضا د منځته  راتلو استازولي کوي.

هغه وویل چې  پر ملي پولیسو د حکومت د ټولو چارواکو اعتماد دی او د دغه يوه ښکاره بیلګه دا ده چې نن د حکومت تر ټولو لوړ پوړي چارواکي د ملي پولیسو د فراغت په مراسمو کې شریک او دلته خپل ځان کاملا خوندي احساسوي.

کورنیو چارو وزیر په نننۍ غونډه کې د لومړۍ، دوهمې او درېیمې درجې فارغانو د تقرر پیشنهادونه هم لاسلیک کړل.

 

د کورنیو چارو وزیر د نننۍ وینا نن ټکی اسیا د موضوع د اهمیت له کبله کټ مټ نشر ته سپاري.

بسم الله الرحمن الرحيم

إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره, ونؤمن به ونتوكل عليه .

ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له, ومن يضلل فلا هادي له, وأشهد ألا إله إلا الله وحده لا شريك له, وأشهد أن محمدا عبده ورسوله صلى الله وسلم عليه وعلى آله وصحبه أجمعين, أما بعد:

یقول الله عزوجل فی کتابه المجید:

وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ (60)

 

د كورنيو چارو وزارت د ملي پولیسو اکاډمي د ١٣ دورې د محصلینو فراغت غونډې مراسمو ته  راغلیو درنو میلمنو ،  د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو ، د دیپلوماتیکو نمایندګیو استازیو, د رسنیو خبریالانو د ملي پولیسو له اکاډمۍ څخه فارغ شویو ځوانو افسرانو او خویندو او د غونډې ټولو درنو برخوالو!

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.

ترهرڅه وړاندي ستاسو ټولو له تشریف راوړلو څخه ډیره مننه .

ډیر خوښ یم چې نن د  ملي پولیسو د فراغت غونډې په دې مراسمو کې ستاسي مخاطب یم.

غواړم له دي طلايي فرصت نه په استفادې سره د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د دې سترې لاسته راوړنې په اړه څو مهم ټکي لتاسو سره شريك کړم.

لومړی , د ملي پولیسو اکاډمۍ نویو فارغیدونکو افسرانو وروڼو او خوينىو !

تر دې فراغت وروسته ستاسي د وظیفوي مسؤلیت مهم پړاو پیلیږي.

دا مهم پړاو د خپل ولس د خدمت او په خپل هیواد کې د امنیت تأمین او شرعي قانون تنفیذ دى.

لکه ستاسي د ملي پولیسو له نوم څخه چې ښکاره ده تاسو به د یوې کاملا ملي او اسلامي روحیې په لرلو سره پولیسې مقدسه دنده ترسره كوئ!

تاسو نور د یوه خاص قوم، جهت او ډلې پولیس نه ؛ بلکې د افغانستان د ټول لوي ملت خدمتګار پولیس یاستئ ، په همدې روحیې به د خپل هیواد او خلګو خدمت کوئ او د خپل سرپه بیه به د هغو ځان ، مال او ناموس ساتئ.

تاسو به عملا د امیر المؤمنین د هغو دوو سوله ییزو حکمونو مصداق یاستۍ چې هغه فرمایلي چې :

(( مونږ په نړیواله کچه هیچاته ګواښ نه یو او په داخلی کچه مو خپلو ټولو مخالفینو ته عفوه کړې ))

دا عفو یوه شرعي عفوه وه چې د اسلامي امارت هر فرد ورته ژمن او په عملي کولو مکلف دی.

تاسو به ترهرڅه وړاندې خپل دین او شرعي ارشاداتو ته یو متعهد پولیسي ځواک یاستئ؛ ځکه کوم امنیتي ځواک چې خپل دین او عقیدې ته ژمن نه وي ، هغه بیا ولس او هیواد ته كومه ژمنتیا نشي لرلی او نه یې وظیفوي فعالیت موثریت لري.

دوهم ، داچې تاسو خپله څلورکلنه تعلیمي دوره د پوهو او مجربو استادانو ترمسلکي روزنې لاندې تیره کړې نو د خپلې راتلونكي دندې د اجراء په مهال به مو له هر چاسره چال چلند كاملا مسلکي او د شرعي ارشاداتو مطابق وي .

دریم، تاسو به د خپل وظیفوي شعار (( پولیس د ټولنې خدمتګار)) مطابق د خپلو خلګو او ټولنې ريښتوني خدمتګاران یاستئ، خپل ځان به د شمعې په څیر په خدمت او زحمت کې ویله وئ ترڅو مو ولس هوسا , ودان او محفوظ وي.

څلورم ، د داخله وزارت مشرتابه ستاسي هراړخیز ملاتړکوي، ستاسي د علمي ظرفیت د ارتقاء لپاره ممکنه لارې چارې لټوي، تاسي به د خپلو امکاناتو مطابق د وخت په ترټولو پرمختللیو وسائلو سمبالوي ، ستاسي ټولې امنیتي او لوجستیکي اړتیاوي به پوره کوي اوتاسي به د کورنیو چارو وزارت مربوط په پولیسي تشکیلاتو کې پردندو ګماري .

د بیلګې په توګه سرله نن څخه به ستاسي ټولو ۴۷۰ تنو افسرانو وروڼو او خویندو د خىمت او توظیف لړئ عملا له همدې خپلې اکاډمۍ څخه پیلیږي.

زه همدا اوس ستاسي له منځه دری تنه په لومړۍ، دوهمه او دریمه درجه بریالي شوي افسران هریو دوهم څارن مصطفي د ميرزا ګل  ځوي قومندان د ټولی د بلوک اول امنیتی .

دوهم، فضل هادي دغلام محمد ځوی قومندان بلوک د دوهم ټولي د پوهنځي سرحدي .

دريم سيد ادريس د سيد نذير زوي قومندان بلوك ټولی اول د جنايي پوهنځي د مسؤل په حیث مقرروم او له الله تعالی څخه ورته په خپلو ورسپارل شویو دندو کې موفقیت غواړم.

د نورو ټولو فارغ شویو افسرانو ورڼو او خویندو د توظیف په اړه د وزارت پیژند تون ته هدایت كوم چې هغوي ټول د خپل مسلک مطابق د و وزارت په تشکیلاتو کې توظیف کړي.

له تاسو ټولو فارغ شویو افسرانو وروڼو او خویندو څخه مو هیله داده چې خپل وظیفوي مسؤلیت ته په ټینګه متوجه او د خپل خدای ، دین او ولس په وړاندې خپل مکلفیت په ښه توګه درك کړئ!

مونږ پرتاسو باور لرو چې خپل دین او ایمان ته متعهد او د همدې تعهد په لرلو سره  خپل ولس ته د امنیت یو مصؤن چاپیریال برابر وئ.

زمونږ د اعتماد يوه ښکاره بیلګه دا ده چې د اسلامي امارت ترټولو لوړ پوړي چارواکي نن ستاسي په مراسمو کې شریک او دلته خپل ځان کاملا خوندي احساسوي .

همدا راز شخصا زه خپله همدا نن ستاسي د فراغت په مراسمو کې د لومړي ځل لپاره د رسنیو په مخ کې راڅرګندیږم, چې دا هرڅه پرتاسي باندې د پوره باور او په هیواد کې د یوې پُر امنه او خوندې فضا د منځته  راتلو استازولي کوي.

إسلامي امارت كلك هوډ لري چې خپل پولیسي ځواک تر ملي او مسلکي کولو وروسته د وخت په ترټولو پرمختللیو امنیتي وسائلو مجهز کړي.

هغوي ته په پولیسي برخه کې د لوړو تحصلاتو د تخصص اواکمال زمینه مساعده کړې او په فکري او عملي لحاظ يي داسې وروزي چې د خپل هیواد او ولس د امنیت ساتنې ښه جوګه شي.

له ولس څخه غوښتنه :

ولسي حمایت د یوه مشروع نظام د مشروعیت اصل دی ، زمونږ مسلمان ولس چې د خپل جهاد او سرښندنو په برکت یې افغانستان له بهرني اشغاله خلاص کړ اوس یې د افغانستان د بیاجوړونې په برخه کې هم ملاتړ ته مُبرم ضرورت دی ؛ځکه مو په دې اړه له خپل ولس څخه هم غوښتنه داده چې د امنیت په تأمین کې له خپل پولیسي ځواک څخه حمایت وکړي ، پرهغوی اعتماد وکړي او هغوی ته د مورال ورکولو په غرض یې ترشا ودریږي.

له هيواد نه وتليو افغانانو ته  پیغام

افغانستان د افغانانو لپاره د عزت او دروند والي کور دی.

کوم وروڼه چې په هره پلمه له دې کوره تللي ، هغوی په پردي وطن کې هیڅ نشي عزتمن کیدای.

د هیواد دکورنیو چارو د وزیر په توګه مو هغوي ته دا پیغام دی چې راځي د خپلو وروڼو ترڅنګ په خپل کور کې د عزت ژوند غوره کړئ.

په بهر کې پردیو ته د زاریو په ځای  په خپل کور کې خپل مشکل له خپلو وروڼو سره مطرح کړئ.

له دې منځته راغلي فرصت نه چې هیواد مو د جګړې له شره په امن او ټول افغانستان د یوه قوي حکومت تر واکمني لاندې راغلی ګټه پورته کړي، دلته شته ناخوالې د تفاهم او ورورئ په فضا کې له خپلو ورڼوسره حل کړئ.

له نړیوالې ټولنې څخه توقع

د افغانستان د پولیسي ځواک د پیاوړي کولو په اړه مو له نړیوالې ټولنې څخه توقع داده چې زمونږ حمايت وكړي.

حمايت په دې معنی چې د افغانستان له نوی نظام سره د مخالفت په ځای له هغه سره د توافق اظهار وکړي.

دا منو چې مونږ له یوي ډیرې اوږدې او سختې جګړې وروسته د نظام واګې تر لاسه کړې ، چې خامخا به ورکي محدودې ستونزي وي.

خو په ګډه د دې ستونزو هواری له دې نظام سره تر غیرموجه مخالفت ډیر ګټور او آسانه دی.

د افغانستان سوق الجیشي اهمیت ته په کتو سره د هغه امنیت د سیمه ييز ثبات لپاره اړین دی.

او دا امنیت د نړیوالې ټولنې له توافق او حمایت پرته ستونزمن دی

ځکه نو په افغانستان كي د یوه مجهز امنیتي ځواک په شتون كي پیاوړی او باثباته نظام د افغانانو ترڅنګ د نړيوالي ټولني حمایت ته هم ضرورت لري .

لهذا نړیوالې ټولنې ته مو پیغام دا دى چې د افغانستان امنیت د سیمه ییز امنیت وسیله وبولي او په افغانستان کې دې د امنیتي ځواک په تقویه  کولو کې له مونږ سره مرسته وکړي.

مننه او شكر ګذاري.

د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته چې کومو هیوادونو په دې لاره کې له مونږ سره مرسته کړې مونږ یې د زړه له تله مننه کوو او په دې لاره کې ترې د مرستو د استمرار توقع لرو.

په پای کې ستاسي ټولو له توجه او پامرنې نه ډیره مننه

والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

تاسو خلک نه چی پر حکومتوالی نه پوهیږی په دینی او قرآن مسایلو کی مو هم چندان مزه نشته: پورتنی آیت وَأَعِدُّوا لَهُم … سره مو د (60) عدد لیکلی در سته ده نمبر د آیت دی خو د کوم سورت؟

لازمه خو دا وه چی د شپیتو مخکی ولیکل شی چی سورت الانفال (60). ګوری لږ دقت کوی وارخطایی مه کوی په ډیر صبر او حوصلی سره لیکنه کوی یو ځل نه، درې ځلی یو متن ولولی بالخصوص د مشرانو لیکنی او اخبار. که ښه لار تاسو در وښیم هم زما تبصرو ته تاسی همیشه منفی لایکونه ورکوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx